کور / راپور / ناټو: بګرام ته څېرمه بريد کي ۳ امريکايي سرتېري وژل سوي دي

ناټو: بګرام ته څېرمه بريد کي ۳ امريکايي سرتېري وژل سوي دي

تېره ورځ د بګرام هوايي ډګر ته څېرمه د امريکايي ځواکونو پر کتار ځانمرګی بريد سوی چي په نتيجه کي ئې درې تنه امريکايان او يو هم د دوی قراردادي وژل سوی دی.

پېښه تېره ورځ د بګرام هوايي اډې ته څېرمه هغه وخت سوې ، چي يو فلډر ډوله موټر د امریکايي ځواکونو د موټريز کاروان سره نږدې وچاودېدی.

طالبانو د بريد مسؤوليت منلی او ويلي ئې دي چي بريد د ميدان وردګو ولايت داوسېدونکي نصيب الله نومي کس کړی او لس امريکايي ځواکونه ئې وژلي دي.

د ناټو له لخوا په خپره سوې اعلاميه کي يواځي د دريو امريکايي سرتېرو د وژلو ادعا سوې ده.

.