کور / شعر / سلامونه تاسو ته!

سلامونه تاسو ته!

 سلامونه تاسو ته!
زما نوم عبدالوهاب تخلص مي له ديري ماشوموالې څخه(بازيد) دې چي په کال١٣٨٤ دوري په لسمه مي د غزني ولايت د اندړو ولسوالي د سردې په کلي کي دحاجي آمير محمد په کور کي نړۍ ته سترکي پرانيستي،
چي خپلي لومړني زده کړي مي په خپل کلي کي  د قاري عبدالملک په لومړني ښونځي کي سرته رسولي او بيا مي ديني زده کړه په نورالمدارس کي تر ١٠ ټولګي پوري په شلګر کي کړي، چي له هغه ورسته مي بيا  د پاکستان د کوئټي په ښار کي په شخصي تو ګه تر دولسم ټولګې پو ري په بيلا بيلو ليسو کي زده کړي کړي او ورسره مي د ژبي او ادبياتو او همدا راز نور اړين کورسونه په همدغه ښار کي لوستي دي،چي اوس خپل شخصي ژوند کوم
او له شعر او شاعري سره مي خداي شته له ډيري مودي راهيسي شوق پيدا شوې دې چي په ترڅ کي يي ښه قوي مطالعه هم کوم او له کال ١٣٧٠ را په ديخوا يو نيم غزل او ازاد نظم،مقالي او لنډي کيسي هم ليکم چي تر اوسه مي د دوو سوو په شاوخوا کي غزلي او ازاد نظمونه ليکلي دي
او تر اوسه مي کومه مجموعه يا ټولګه نه ده چاپ شوي دا ځکه چي د ځينو خواخوږو په مشوره تر ځو شعر په خلکو کي څرګند مينه وال ونه مومي بايد چاپ نه شي
په پښتني مينه بازيد

 

 

 



 


غزل
ته په څــېر د سترګو وې چاپېر درنه باڼه خـــــلك
ستا په اراده ژوندي بــــــس دلـته اوسيـده خــــلك
ستا په زلفو خړو ګردو خداېـــــږو يوتاثـــير درلـــود
تير شول ترسر لاړل له دنــيا ستا په نامه خــــــلك
ســترګي به مو ووزي زموږ ګل وطنه غرق بــه شــو
شووكه په مهار د وخت داستا د غليم مـله خـلــك
دلتـــه له دي بري غونډۍاوس هم دچا غږ راځـي
ګوره چي لـه چا نه دي په څه بــــــــانه ماړه خلـــك
سل ځله موغـــــوښتي دي لاهم ســـــترګي په لاره يو
رابه كړي خداې موږته  څو بادرده دلوي زړه خـلك
ته به وا چي كټ مټ د جانان له سترګو ژوند كـوي
نور به هم بازيده  داســـي څوك وي لــكه زه خـلك؟
عبدالوهاب (بازيد)
20.08.2007


 


غزل
زما د غـــبرګو سترګو دمـه نور مي څه ځـوروې
زړه مي ما لت درته پريږد مه نور مي څه ځـوروي
هاغه دې ډيردي خپل او بل را باندي وخـندول
اي د اشنا ښـكلوكې غمه نور مي څه ځــوروې
دتړمو اوښكو بهير،ستـــړې سفر ختم كـړئ نور
زما ليمو زما قــــدمه ! نورمي څـــه ځوروې
له تندې مړشوم د بارا ن غونــدي راواوريــږه
پام دي راواړوه صـــنمه نور مي څه ځـوروې
ستا بدلولو ته په نيمه شپه كي خداى ته ناست يم
سپيره قسمت سپيره قلمه نور مي څه ځوروې
راشه سپرليه! زه  بازيد  درته ځــولۍ نيــسمه
څنګه تيريږې زما له چمه نور مي څه ځوروې
عبدالوهاب (بازيد)
50.09.2007



غزل
ياد دي راته ستورې ش آ باد شي د آسمان په غېږ
خيال مي پوري ونښلي برباد شي د آسمان په غېږ
څومره په كمـزوري تن دي غره ته په غېږ وروستم
څوك وايي چي قصر به بنياد شي د آسمان په غيږ
چيرته د فطرت ښكلا،اوس څه ورپاته شـوي دي؟
واك دجبرلاس كي جوړ فساد شي دآسمان په غيږ
كله چي دخداى لورته د بوري مـــور لاس لپه شي
وځليـــږي ژوند د چـا او داد شـي د آسمان په غېږ
وګوره بــازيده ته دورك  بندي مــــــــرغه ژوندون
سترهدف يي داوي كه آزاد شي د آسـمان په غېږ
2007-09- 09
عبدالوهاب   بازيد


 
عذر
د ټولو لو بو مسلاتګرې نجلۍ
په ټول كاله كي زورورې نجلۍ
ته په مالت او په ګاونډ كي وې رهبره غوندي
د كليوالو نجونو منډه په تر تا پوري وه
لامي هغه وخت پيژندلې وې باور دي وشه
لا دي هغه وخت زما د زړه رباب په واك كي وړى
لا مي له هغه وخته اړوې دزړه تارونه
په زخمي زړه باندي مي لوبي كوې
په ژوندانه باندي مي لو بي كوې
د خداى لپاره ګوتي ورو رپوه
والله په زړه باندي كمزورې يمه
رامعلوميږي خاطر جمه ښكارې
د ارواحونو خون په غاړه اخلې
دزخمي زړونو خون په غاړه اخلې
زماوژلو ته دي ملا تړلي
جهان سيزلو ته دي ملا تړلي
د چا د غم او درد كيسه كي نه يي
چي زړه د ي وغواړي هماغه كوي
بس ده نازونه دي نور ودروه
د ببر سرو په سر لاس تير كړه
ستا دهر ځلي مكيزو له لاسه
والله تروچ ستوني راغلې يمه
زما په زړه او په دماغ كي  ګوره
هغه هستي او هغه لوي كتابتون
چي هركتاب او هريو باب د هغه
ستا دنامه ستا دښكلا توري دي
دغه يوه ستره او دا لويه هستۍ
په خداى چي زمااو ستا له ګوتو ووزي
عبدالوهاب (بازيد)
20.08.2007


 
غزل
ما ويل باڼه به دي پر لار شي داسي هم ونه شـول
دخلكو زړو نه بـه وزګار شي داسي هم ونه شـول
چي ستا د زړه په صحـيفوكي زه هم ځاى ولـرم
زماويده بخت به بېدار شي داسي هم ونه شــول
په سپينه ورځ چي په خيرن لاس دلمر مخ پټوي 
ماويل هغوى به ګناهكارشي داسي هم ونه شـول
ماويـل په زور به له غلــيمه د ژوند سـوبه راوړي
ياغي آسونه به قــطار شي داســـي هم ونه شول
بازيده!دي هيواد كي خلك تش پردا ژوندي دي
چي دادښتونه به ګلزارشي داسـي هـم ونه شول
بازيد   عبدالوهاب


 


ډآډ


بس له ډيره لري مي آشنا شوي
خلکو مسافري مي آشنا شوي
خپل د زړګي وربه ورته پرانيزم
نجوني بختوري مي آشنا شوي
پاس به د شفق له کرښو رازواخلم
زاڼي سوروزري مي اشناشوي
اوس به نو که خداي کول خمارګرزم
سترګي جادوګري مي آشنا شوي
نوربه مي خيالونه باندي ښکلي شي
ستاخوږي سندري مي آشنا شوي


عبدالوهاب بازيد
 بند سردي غزني
 



غزل
ژوندته به پلــــمه وکړم سم به شــــم که ووایی
تاتــه به ســجده وکړم خم بـه شم  کـــه و وایی
زه که په اننګ رغړم اوښکي په شان زمکي ته
هلته  به  دمه  و کـــړم تم بـــه  شــم  که ووایی
څه که د خزان غوندي خوی په ماکي  پاته وي
نوره بــه توبــه وکــــړم نم  به شــــم که ووایی
زه دي لــــه تـــیرو بـــــڼو دومـــــره متاثره یم
مرګ ته به تکــــیه وکړم کم به شم که ووایی
چرته که باغــــي شمـــه ستا له شونډو واورمه
نه به وي چي نــــه وکړم  هم به شم که ووایی
تش که دي پــه یاد بازید هر ځل ملامت شمه
بس نو زه به څــه وکړم ګرم به شم که ووایی
عبدالوهاب بازيد


 
غزل
زمادخیــــال هوسۍ اوس بوره ده  سلــــــــــګو نیولي
چې داشــــــــــنا دمنګول توره مي پردو نــــــــــیولي
ها د ځــنګلونو په سینــــــه کـــي دغره پوري ســـرته
هغه تنکـــۍ کـــږه وږه لاره   مـــــینو نــــــــــــیولي
زوی به یي خدازده اوس د کـوم غره په لمنه کي وي
د بوري مور یی سترګي سري دي اندیـــــښنو نــیولي
موږ د وطـن ټیکـه د سـرو ویـنو په څــاڅکو کــــړې
غلیمه ته چـــې پکـي اوســې تـــاپه څــــو  نـــــیولي
هغـه خلاوي چې په تـــورو  په شملو ډ کــیدې
نن د هــغو مـــــرانـــدي پــــه قــدر کـي پيسو نیولي
چې د یو داسی سند ریز رخسار تصویرراغبرګ کړي
( بازیده ) دا رنــګه هــــنداري مــوږ په زړو نــیولیي


عبدالوهاب (بازید) ۱۳۸۴/۱۲/۲ هجري شمسي


 


غزل


څـــومره نازونه دي پټ کړي په کــــتلو کي دي
څومره ډیر زړونه دي نیولي پـه منــګلو کي دي
ستا په فوځــونو د بــڼو یوازي  زه خــبر یـــــــم
د چیــچنیا مجاهـــدین  دي پــه  مرچـــلو کي دي
ویره هرڅولري د حال په  ژبه نه غــــــــــږیږي
د زړونو مـــراندي  یی وتلي  دي په تلو کي دي
ودانه شپه  مي په غوږونو کي شرنګاوي شرنګا
دمو سیقۍ هنر مــــــندان دي په څنــګلو کي  دي
چي پرې نومونه د جـــــانان په حــسابونو راځي
هغه تسبې( بــــــــازیده) دلتـــه په  غزلو کي دي
( بازید)  کندهار


 


غزل
وړي راڅـــخه ساندي مــــــړوندونه
 کړه تر ســــــر مي لاندي مړوندونه
 چم کي دي آرام خوبونه نه راځـي
 يو ځل کړه راوړانــدي مــــــړوندونه
 نور د ښائستو لا خياله لاس اخلم
 اوس نه راته خاندي مـــــــړوندونه
کسي دي زما له سترګو پټ ساتي
څنــګه دفـاع کاندي مـــــــــړوندونه
نور بــازيد له ډيره فکـــــــره وساتـه
تاوي کړه راباندي مــــــــــړوندونـــه
           عبدالوهاب بازيد                                                       


 


غزل
ستاد دعـا له برکتـه زړه ته ســـــا تيروم
د ژوندون ډيره برخه ياره په سودا تيـروم
د ښارد د ميني ښا پيريو ته هيڅ بد نه وايم
دبدو سترګولـه نظره يې په غــــلا تيروم
د عقيدې پيره تحــفه د کرامت دي راکړه
ژرشه رادانګه شپې په دښت د کربلا تيروم
ستا تربڼو لاندي سلـګۍ وهم شرين جانانه
بلا غمونه دي په لـوې زړه په خندا تېروم
د ښکلو سترګو نذرانې ته دي څـه نه لرمه
دزړګي سره دلته ژوند په بسم الله تـيروم
عبدالوهاب(بازيد)


 


غزل
نشته پکي شک يوه زره، لېونى شوى يم
سد مي د سر تللې دې تازه لېونې شوى يم
زه هم ديو چاپه خوښه ژوندکوم تيروتې يم
وګوره جانانه عجيبه لېونى شوى يم
څومره په هنردي زما زړه ته لاره ومونده
خيال ته راوړم هغه افسانه لېونى شوى يم
يادته دي سلام زما د زړه سترګي پري روڼي دي
هير مي وي نو ځکه خدائشته لېونې شوى يم
ستاتر سترګووګرزمه دومره خوخپلواک نه يم
ګوره ديوچا په اراده لېـــــــــــــــــــــونې شوى يم
ما له زړه ايستلي وه دا ستا دسر خېرات مګر
نه مي وکړه هغه نـــــــذرانه لېونې شوى يم


 
ګمنام
وخت ورخ ځـني وړې شول ناکام سړي
هره خوا خواره شول زمــوږ د قام سړي
بس د ارغـــــــسان څپو راخيســتي دي
زموږ د ســـــــــــحرونو او ماښـــام سړي
څه که دلته شته خو موږته نه ښکاري
خدايه کړې څرګند د احتــــــرام سړي
څنګه ستر اولس دې څنګه شــــوني ده
هرچاته ولاړ وي لاس په نام ســـــــړي
ډير که مودرلودل هغــــــــــوې هم تللي
غم به زموږ ولري ګمـــــــــــــــنام سړي
ځه!کــــه دي بازيده دا معـــما حل کړه!
څه ويل په زړه کي پاس په بـام سړي
عبدالوهاب بازيد غزني


م


 
غزل


دا په كــــــوګل كي مي هنــــــداره برابره نـــــــده
ځكه د مينــــــي پرشتــــــــه مي زور آوره نــــــده


په كــوم اساس چي ميـــنه كاندي ددي دور وګـــــړي
دابه منــــــــو چه ميـــــــنه دا رنګه له ســـــره نده


هغه هــــم داسي يوه ليـــلا ده زړه د غــــــوښي لري
د پرســــــتش په اثر پاي جـــــــــادو ګره نــــــــده


چاچي يو چيــــغي ته په نه څه د خـــــوف نوم وركړي
پكـــــي تاثير كه څه هــــــم پروت خو له سنــګره نده


چه تار د ميـــــني غزولاي شـــــــو په لار د سكـــون
وايم چــــــه هغه تمـــــــنا له شور او شـــــــره نده


لكه يوي پيـــــــغلي پښتني ته چه حـــــــيا خوږه وي
داسي سنــــــدره ده (بازيــــده) چي سوالګـــره نده


عبدالوهاب (بازيد)
۱۳۸۳/۳/۳۰ كندهار ښار