کور / تازه خبرونه / خوست ولايت كې حيرانوونكى غاښ پيداشوئ

خوست ولايت كې حيرانوونكى غاښ پيداشوئ

دغه غاښ  ۲۹ سانتي متره اوږدوالى ،۲۱ سانتي متره سور،نهه سانتي متره پنډوالى او پنځه كيلووزن لرينوموړى غاښ ددې ولايت دكونډيوسيمې دووتنو اوسيدونكيو حاجي حكيم اوحاجي تورنېږدې اووۀ كاله پخواديادې شوې سيمې په يوه تاريخي زېرمه كې پيداكړى اوځان سره يې ساتلى ؤ،دوى دغه حيرانوونكى غاښ په 2007-11-22 نېټه دخوست ولايت موزيم ته وسپارۀ چې اوسمهال ددې ولايت داطلاعاتوكلتورپه موزيم كې دى .


لرغون پوهان وايي چې دادداسې يو ژوي غاښ دى چې نسل يې دپېړيوپه تېريدوسره په بشپړډول له منځه تللى اوښايي چې زرګونه كاله پخوايې دځمكې په سرژوندكاوۀ.


په تېرامارتي پېركې هم دخوست ولايت دكونډيوپه سيمه كې څوتاريخي زېرمې څرګندې شوې وې چې دوخت واكدارانوڅوك نېږدې نه ورپرېښودل اوهغه مهال چاته دامالومه نه شوه چې په زېرموكې څه شى وو