کور / کیسه / [لنډه کيسه]د یتیم ښوونځی

[لنډه کيسه]د یتیم ښوونځی

بریالی چی په یو لاس کی یی کتابونه او په بل لاس کی د لرګیو نه جوړ شوی بکس نیولی وو د ښوونځی په لور رهی ‏شو. پدا بکس کښی د بوټانو برسونه او مختلف رنګونه اچولی وو او چی کله به له ښوونځی رخصت شو نو بیا به یی ‏د بوټانو په رنګولو شروع وکړه. ‏
بریالی د کوره له وتلو مخکی له خپل مور سره وکتل او د هغی د ناروغی پوښتنه یی وکړه. هغی د داکتر نسخه ور ‏وښودله او له هغه نه یی وغوښته چی د نسخی دری قلمه دوا تکرار راوړی. بریالی هم نسخه واخیسته او د کتابو په ‏منځ کښی یی کیښوده. ‏
بریالی چی د پنځه لس کلونو تنکی ځوان وو، له دری کالو را پدیخوا یی پلار له لاسه ورکړی وو. ده به نیمه ورځ ‏ښوونځی ته ته او نیمه ورځ به یی کار کاوو. هر څه به یی چی لاس ته راوړه په کور کښی به یی لګوه، اما د پښوانیو ‏په خبره یو به یی دوه نه کیده. ددوی حالت داسی وو چی د وچی ډوډی په خوړلو سره به یی ژوند کاوه. او د بی ‏وځلی توب له امله یی د وچی ډوډی نه زیات نه پیدا کوول. هر څه به یی چی پیدا کوول دومره به کیده چی ژوندی ‏پاتی شی. ‏
بریالی یوه کوچنی خور هم درلوده چی نه لس کاله یی عمر وو او په دریم ټولګی کښی یی زده کړه کووله. او هر څه ‏به یی چی پکاریده له خپل مشر ورور نه به یی غوښته. پدا ورځ چی هغی یوی نوی کتابچی ته ضرورت درلود. په ‏کور کښی غوړی هم خلاص شوی وو. بریالی له مور سره وعده کړی وه چی د راتګ په وخت کی به یو ه کیلویی ‏غوړ هم کور ته راوړی. ‏
‏***‏

دی چی کله له ښوونځی نه خلاص شو د یو څو کسو انډیوالانو سره چی له ده سره یی ښی چاری درلودی، خدای ‏پامانی وکړه او لاړه د کا کا پیرمحمد له دوکانه یی خپل د بوټانو د رنګوولو له  لرګیو جوړ شوی بکس  واخیست او ‏په لاره روان شو چی که خدای وکړی یو څه غریبی وکړی او د غوړیو پیسی هم پیدا کړی. په لاره روان وو او له ‏نیکه بخته یی د یو څو نفرو بوټان رنګ کړل ډیر خوشحاله هم معلومیده اما په خوله یی هیڅ هم نه ویل دی چی له ‏ډیره وخته د ژوند له بد مرغیو سره په جنګ وو هیڅ کله یی په ډکه خوله خندا هم نه کوله ځکه چی زړه کی به یی د ‏صبا د خیالی بد مرغیو خیال پیدا شو ا و دا نا امیدی بÙ
 ‡ له خندا نه  منع کړ. ‏

لس  پنځه  لس بوټآن یی  رنګ کړل په زړه یی وګرځید چی د خدای شکر آدا کړی نو همداسی چی په لار روان وو د ‏یوی غټی ونی شاته ودرید او شکر یی وویل او غمجنه زړه یی د بینوایی په دنیا کښی یوه لنډه دعا یی هم وکړه. ‏
‎“‎خدایه ما و بخښی زما مور او پلار وبخښی ‏‎  “‎
بیا یی د خپل نس ته فکر شو او ورو یی وویل
‎“‎خدایه حلاله روزی راکړی. پریمانه یی راکړی‎“‎
بیر ته په لار رهی شو او  د ماښام آذان یی چی واورید نو په زړه کی یی وګرځید ‏
‎“‎چی نور بس ده د کور سودا به واخلم. د بوټانو رنګ به هم واخلم. خور ته به می یوه کتابچه هم واخلم.‏‎ “‎‏ ‏
حساب یی وکړ نیمی پیسی یی لا هم په جب کی پآتی کیدی خوشحاله شو او بیا یی شکر وویل. ‏

‏***‏
‏ د کور لور ته یی حرکت وکړ په لاره کی دهغه هټی چی هره ورځ به  یی د کور سودا تری  اخیستله مخی ته راغی ‏اوکله به چی پلورونکی بیا په ورین تندی ورسره خبری وکړی. دا ځکه چی هغه به کله د دکان مخی ته ورسید او کله ‏به چی د پلورونکی په هغه نظر ولوید نو که هر څو به یی خندل او له خندا نه به تک شین وو نو خندا به یی بس کړه ‏او بد بد به یی ورته کتل او ویل به یی
‎“‎بیا راغلی‎“‎‏ ‏
‎“‎هو کاکا نن مو … خلاص شوی دی‎“‎‎‎
هغه به یو څه پیسی هم ورکولی، هغه به یی چی کار کړی وو. او یو څه به یی تری اخیستل او بیا به د میاشتی په ‏اخیره کی حسابی کوله او پلورونکی به خاماخا یو څه پیسی تری زیاتی اخیستلی. یا به یی زیاتی لیکلی وی او یا به یو ‏شی دوه ځلی لیکه. هغه خو هم پوره سواد نه درلوده. خو بیا هم پلورونکی د هغه له راتګ نه هیڅ نه خوشحالیده.‏
دکان ته داخل شو او وروسته له سلام علیکی یی یو کیلو غوړی، یوه کتابچه او یو بوتل د بوټانو سور رنګ و پیرود  ‏یو څه پیسی یی پلورونکی ته ورکړه او روان شو.‏
څو قدمه چی مخکی لاړ یو موټر چی له ورایه معلومیده چلوونکی یی نشه یا بی سده دی په تلوار روان وو او مستقیماْ ‏یی دی وواهه او د موټر عرابه دده په نس ور تیره کړه. خلک له هری خوا دی نقطی ته نږدی شول. د خلکو بیر ‏اوبار ډیر وو. ټول حیران وو چی څه وکړی. د خلکو په منځ د هټی پلورونکی هم وو چی د ټولو له مینځ نه یی خیز ‏کړ چی وګوری څه خبره شوی ده. ‏
کله چی نژدی شو د بریالی لاس یی ونیو چی نبض یی وګوری هرڅه یی چی کوښښ وکړ څه یی احساس نه کړل نو ‏ځایونه یی هم پچق پچق کړل خو هیڅ یی احساس نکړ. غمجن شو او ویی ویل ‏
‎“‎خدای دی وبخښی…  خلاص دی‎“‎

د ۱۳۸۷ کال اوړی‏
وزیر محمد اکبر خان، کابل