کور / راپور / خالده پوپل: د فوټبال فدراسون مخکنی مشر بايد د تل لپاره د ورزشي فعاليتونو څخه منع کړل سي

خالده پوپل: د فوټبال فدراسون مخکنی مشر بايد د تل لپاره د ورزشي فعاليتونو څخه منع کړل سي

 افغان ښځينه فوټبال لوبغاړې خالده پوپل وايي، چي د فوټبال فدراسون پخوانی مشر کرام الدين کريم دي د تل لپاره   د ورزشي فعاليتونو څخه منع سي.

آغلې پوپل ويلي: «موږ له فيفا (د فوټبال نړیوال فدراسیون) څخه غواړو چې د هغه پر مخ دې د فوټبال د ټولو فعالیتونو لاره په دایمي توګه وتړي.»

کرام الدين کرام چي د افغانستان د فوټبال فدراسون مشر وو  د ښځينه لوبغاړو په جنسي ځورونه تورن دی او اوس ئې دوسيه په لويه څارنوالي کي ترڅېړني لاندي ده.

د افغانستان لویې څارنوالۍ د دغو تورونو په غبرګون کې د تیر کال په دسمبر میاشت کي د دغه فدراسیون ۶ غړي له دندو ګوښه کړل، چي د فدراسون مشر کرام الدين کریم هم په دغو کسانو کي شامل وو.

 د مارچ پر ۱۲ نېټه د فيفا لخوا بيا د ۹۰ ورځو لپاره پر نوموړي د ورزشي فعاليتونو بنديز ولګېدی

۳۱ کلنه خالده پوپل د افغانستان د ښځينه فوټبال د ملي لوبډلې یوه لوبغاړې او وروسته ئې همغږې کونکې سوه. نوموړې اوس په ډنمارک کي اوسيږي او په خپل هیواد کي له نارينه و سره د ښځو د مساوي حقونو له پاره مبارزه کوي.