کور / راپور / طالبان وايي، په کندهار کي ئې پوليسو ته مرګژوبله اړولې ده

طالبان وايي، په کندهار کي ئې پوليسو ته مرګژوبله اړولې ده

طالبانو ادعا کړې چي د کندهار ولايت د بولدک او ښورابک ولسواليو ترمنځ سيمه کي ئې پر يوې قرارګاه تېره شپه بريد کړی دی او افغان سرتېرو ته ئې مرګژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي لراوبر ته په استول سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي تېره شپه ددوی وسلوالو د بولدک او ښورابک ولسواليو ترمنځ د ( وني قرارګاه) باندي بريد کړی دی او ګڼ شمېر پوليس ئې وژلي دي.

د طالب وياند په خبره، په دغه بريد کي ګڼ پوځي وسائل هم له منځه وړل سوي دي.

د پيښي په هکله تراوسه ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي.

په دې وروستيو کي د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي وسلوالو نښتو زور اخيستی دی او د پسرلي په رارسېدلو سره د لازياتو جګړو د پېښېدو اندېښني هم سته.