کور / اقتصادي / د کانګرس غړي: امريکا دي پاکستان ته د ممکنه پور د ورکولو مخه ونيسي

د کانګرس غړي: امريکا دي پاکستان ته د ممکنه پور د ورکولو مخه ونيسي

د امريکا د کانګرس دوو مخکښو استازو ټيډايس يوهو، ايمي بېرا او جارج هولډنګ د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه غوښتي چي پاکستان د آی ايم ايف لخوا د ممکنه پور ورکولو مخه دي ونيسي.

د کانګرس يادو غړو د امريکا ماليې وزارت او د بهرنيو چارو وزارت ته يو ليک استولی چي په کي غوښتنه سوي، چي امريکا دي د هغه پور د ورکولو مخه ونيسي چي کېدای سي د پيسو نړيوال صندوق ئې پاکستان ته ورکړي.

يادو سناتورانو ادعا کړې، چي د پور د ورکړي په صورت کي به پاکستان يادي پيسې چين ته د پور پرېکولو لپاره ورکړي.

د استازو په خبره، چين دا مهال په پاکستان کي د يوې ستري پروژې د پيلولو کار مخ ته وړي او پاکستان د يادي پروژې د پلي کولو لپاره اوسمهال پانګه نه لري.

دوی وايي، چي کېدای سي د آی ايم ايف لخوا د پور ورکولو په صورت کي پاکستان دغه پيسې چين ته د زاړه پور په ادا کولو کي ورکړي.

بل خوا داسي اندېښنې هم سته چي پاکستان د نړيوالي ټولني څخه د پوراخيستلو په صورت کي ترهګري ډلي لا پياوړي کوي او د هغوی مالي ملاتړ هم د همدغه پيسو څخه کوي.

پاکستان په نړيواله کچه د ترهګرو ملاتړی هيواد دی او په دغه هيواد کي شته سختدريځي ترهګري ډلي د پاکستان د پوځ د بشپړ ملاتړ څخه برخمني دي.

اوسمهال پاکستان په ملياردونو ډالر قرضداره دی.

د ترهګرۍ ضد نړيوالي ادارې وايي، چي د ترهګرو ملاتړ به پاکستان نور هم د اقتصادي انزوا سره مخ کړي.