کور / راپور / هلمند: د ملکی وګړو مرګژوبلي او سپکاوي د ولس احساسات راپارولي دي

هلمند: د ملکی وګړو مرګژوبلي او سپکاوي د ولس احساسات راپارولي دي

تېره ورځ د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کي افغان ځانګړو ځواکونو چاپه وهلې چي ملکي وګړو ته ئې هم زيانونه اړولي دي.

د سيمي اوسېدونکي وايي، چي ځانګړو ځواکونو د چاپې پر مهال ښځي هم د ځان سره بېولي دي.

طالبانو هم په يوې خپره سوې اعلامیه کي دا پېښه غندلې او ويلي ئې دي چي افغان ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ د تور پوله په سيمه کي چاپه وهلي چي يو سيمه ايز ډاکټر او د هغه د کورنۍ دوې ښځينه غړي ئې هم د ځان سره بېولي دي.

يادي پېښي د ولسي وګړو احساسات راپارولي او له دولت څخه غواړي چي د پېښي په هکله دي جدي څېړني وکړي.

په شپنيزو عملياتو کي د ملکي وګړو مرګژوبله افغان دولت ته يوه له مهمو ننګونو څخه ده.

همداراز په چاودنو او د وسلوالو طالبانو په بريدونو کي ملکي وګړو ته ډېره مرګژوبله اوړي.