کور / راپور / کونړ: د سيد جمال الدین افغان پر افکارو او کارنامو څيړ نیز سمینار جوړسو

کونړ: د سيد جمال الدین افغان پر افکارو او کارنامو څيړ نیز سمینار جوړسو

د طلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ د ازادۍ او تجدد د علمبردار سېدجمال الدین افغان علمي او څېړنیز نړیوال سمینار پنځمه ناسته کونړ کي ترسره سوه،چي د دې ولایت د والي عبدالستارمیرزکوال سربېره پکي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین رسول باوري،د هېواد ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیسانو،فرهنګ او ګرځندوی امرینو،پوهانو،څېړنوالو او د فرهنګ مینه والو برخه اخیستې وه

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وویل چي کونړد هستیوعلم او فرهنګ ټاټوبی دی په دې خاوره علامه سېدجمال الدین افغان،شمس الدین مجروح،مستورې شال ،ډاکتر کبیر ستوري ،بهاو الدین مجروح  او داسې نورو سپېڅلو اتلانو خاپوړې کړي چي د تورې په شړنګ،قلم فضلیت او کلام عفت سره یې د حماسوډګ تاریخ ژوندی ساتلی دی

ښاغلي میرزکوال دسيد جمال الدين افغان شخصيت او کارنامو په اړه د لنډو څرګندونو ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له رهبري هیت مننه وکړه،چي د فرهنګي اونۍ یې له کونړ پیل کړه

نوموړي زیاته کړه!افغانستان د پوهانو،فرهنګيانو،مورخانو اوعلمي شخصيتونو دپالنې مرکز دى،نه يواځې داچي دا دافغانستان دملت دوياړ سبب دى بلکي نړيوال هم په هغو وياړي.

کونړ والي د سمینار له ګډونوالو او په ټوله کي له هېواد والو وغوښتل چي  د ستر شخصیت سيد جمال الدین افغان د پوهې تفكر او لوړ ارمان په رڼا كې ځانته د ژغورنې رڼه لار پيدا او ګران هېواد له بدبختیو وژغوري .

د ناستې په ترڅ کي د پوهنمل سید اصغر هاشمي،د علومو اکاډمۍ غړي څېړندوی محمد داوود ناظم،پوهنمل روح الله نجم،پوهنیارمحمدسلیم کریمزي،محمد یوسف ناظم پوهنیار رفیق الله بریالي ،پوهنیار محمد رضا زهیر له لوري مقالې او د ښاغلي عبدالحی علمي له خوا قصیده ولوستل سوه

د غونډې په پای کي د ملي راډیو تلویزیون د مستند جوړونې ډلې له خوا د سېد جمال الدین افغان مستندفلم (کابل –مصر ) نندارې ته وړاندي سو.