کور / راپور / افغان دولت: هلمند کي نيول سوي ښځې به په کابل کي خپلوانو ته وسپارل سي

افغان دولت: هلمند کي نيول سوي ښځې به په کابل کي خپلوانو ته وسپارل سي

د هلمند ولايتي چارواکي وايي، چي د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کي دافغان ځواکونو له لوري د القاعده سره د تړاو په تور دوې تني نيول سوي ښځي به نن خپلو خپلوانو ته وسپاري.

د هلمند ولايت مقام څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي دغه ښځي به نن خپلو کورنيو ته وسپارل سي.

په اعلاميه کي ويل سوي، چي د جمهور رئيس په هدايت د ملي امنيت عمومي رياست هلمند کي د نيول سويو ښځو د کورنۍ غړي موندلې دي، چي د نن په اوږدو کي به ور تسليم سي.

د چارواکو په خبره،  په همدې اړه هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان په داسې حال کي چي د ملي امنيت ريس هم موجود وو، د لاريون کوونکو مشرانو او د نوموړو ښځو ګاوډيو سره وکتل او ورته يې ډاډ ورکړ، چي د نيول سويو ښځو خپلوانو ته به وسپارلې سي.

په ورته وخت کي د ملي امنيت عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزي هم له هلمند والي او راغلو مشرانو سره ټلفوني خبرې وکړې او ورته يې وويل( د نيول سويو ښځو پلار او خپلوان پيدا سوي او په با عزته توګه به ورته وسپارل سي، خو که تاسو هم وغواړی چي بشپړه جاج ترلاسه کړی نو کولای شی چي کابل ته راشي احالت له نېږدې وګوري

د لاريون کوونکو مشرانو او غړو له مرکزي حکومت او ولايتي ادارې څخه مننه وکړه، چي د خلکو غوښتنه يې ومنله او ډاډ يې څرګند کړ، چي خپل لاريونونه به پای ته ورسوي او هم به مرکز کابل ته خپلوانو ته د ښځو تسليمۍ لپاره لاړ سي.