کور / راپور / طالبان: په هلمند کي مو د امريکا بي ۵۲ ډوله الوتکه رانسکوره کړې ده

طالبان: په هلمند کي مو د امريکا بي ۵۲ ډوله الوتکه رانسکوره کړې ده

طالبان وايي، چي په هلمند کي ئې د امريکايي ځواکونو  بي ۵۲ ډوله  الوتکه  ئې  را اچولې ده.

طالبانو لر اوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي دغه الوتکه ددوی د جنګياليو له خوا ويشتل سوې  او را اچولې ده.

د طالبانو په وينا، په الوتکه کي سپاره ټول پوځيان ئې وژلي دي.

طالبانو په خبرپاڼه کي ويلي: “دهلمند دواشیر ولسوالۍ دلَر په سیمه کې نن سهار دامریکایی اشغالګرو یوه غټه B52ډوله طیاره دمجاهدینو په برید کې وويشتل سوه او رانسکوره سوه مکمله وسوځول سوه پکي ټوله سپرلۍ یې ووژل سول طیاره اوس هم په سیمه کي پاته ده.”

د طالبانو د ادعا په هکله تراوسه په افغانستان کي مېشتو بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.

بل خوا د کندهار په هوايي ډګر کي تېره شپه يوه چورلکه د ښوونيز پروګرام په يو پرواز کي بېرته رالوېدلې ده او په دغه پېښه کي دوه تنه ژوبل سوي دي.