کور / راپور / پښتونخوا: اورښتونو ګڼ ځاني اومالي زيانونه اړولي دي

پښتونخوا: اورښتونو ګڼ ځاني اومالي زيانونه اړولي دي

تېره ورځ د پښتونخوا په پېښور کي د سختو بارانونو له امله شاوخوا ۶ تنه وژل سوي او تر پنځوسو زيات نور ژوبل دي.

پرون ماځيګر په پېښور، صوابۍ، مردان، کوهاټ او ورڅېرمه نورو سيمو کي د شديدو اورښتونو له امله زيات سيلابونه راغلل، چي د ځاني زيان ترڅنګ ئې ګڼ مالي زيانونه هم اړولي دي.

په دغه سيلابونو کي چي کورونه ئې هم نړولي او وني ئې له بېخه ايستلي دي، شا وخوا ۶ تنو پکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر پنځوس زيات کسان پکي ژوبل سوي دي.

همداراز په سيمه کي اورښتنونو زراعتي فارمونو او کښتونو ته هم زيان اړولی دی.