کور / اقتصادي / نړيواله اداره: پاکستان د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس وګرېوان دی

نړيواله اداره: پاکستان د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس وګرېوان دی

پاکستان په دې وروستيو کي د سخت اقتصادي بحران سره مخ دی، چي په دغه هيواد کي ئې دولتي ادارې د ډېر قوي بحران سره مخ کړي دي.

د پاکستان اقتصادي کارپوهان وايي، چي که دغه هيواد په همداسي بحراني حالت کي روان وو، نو ډېر ژر به ډېري دولتي ادارې د سقوط سره مخ سي.

پاکستان دا مهال تر ۶۰ مليارده ډالر پوروړی دی او په کور دننه کي ئې شخصي سټکور هم مخ پر کښته روان دی.

اوس ددغه هيواد چارواکي هڅه کوي چي د نړيوالي مالياتي ادارې څخه پيسي په پورواخلي، خو د يادي ادارې  د سختو شرطونو څخه داسي برېښي چي پاکستان به دغه شرطونه پرځای نه کړي.

همداراز د پاکستان دولت په بانکي سيسټم کي د لسګونو زرو کسانو بانکي اکاونټونه بند کړي دي او هغوی نه سي کولای چي پيسې ترلاسه کړي.

بل خوا د امريکا د کانګرس مهمو غړوپر ماليې وزارت ږغ کړی دی چي د أي ايم ايف ( نړيوالي مالياتي اداره)  له خوا پاکستان ته د ممکنه پور د ورکولو مخه ونيسي.

د کانګريس غړي وايي، چي که دا پور پاکستان ته ورکړل سي، نو هغه به ئې چين ته د خپلو زړو پورونو د ادا کولو لپاره ورکړي.

همداراز نړيواله اداره وايي، چي په پاکستان کي په دې وروستيو کي د رشوت ورکړه ډېره عامه سوې ده او ددغه هيواد وګړي ئې د سختو جنجالونو سره مخ کړي دي.