کور / راپور / د سولي مشورتي جرګه: طالبانو ته د بلني په بدل کي د امنيتي ضمانت پر تيارولو کارکوي

د سولي مشورتي جرګه: طالبانو ته د بلني په بدل کي د امنيتي ضمانت پر تيارولو کارکوي

د سولي مشورتي جرګه وايي، چي دغې جرګې ته د طالبانو د رابللو په بدل کي هغوی ته د امنيتي ضمانت پر برابرولو غور کوي.

د سولي مشورتي جرګې سمبالونکي وايي، چي تراوسه ئې طالبانو ته په جرګه کي د ګډون بلنه نه ده ورکړې، خو دوی اوس پر دې کار کوي چي په ممکنه صورت کي هغوی ته څه ډول امنيتي تضمين برابر کړي.

د چارواکو په خبره، په دغه جرګه کي به د ګډونوالو نوملړ په راتولونکو دوو يا دريو ورځو کي اعلان سي.

خو طالبانو دا جرګه تش په نوم جرګه بللې او ويلي ئې دي چي افغان دولت غواړي د همدې جرګې له لاري د امريکايي اشغال لپاره مشروعيت پيدا کړي.

طالبانو نن په خپره سوې اعلاميه کي ويلي، چي دا ډول جرګې د افغان غمېزي د حلولو لباره ګټوري نه دي

د سولي په تړاو لويه جرګه چي د روان کال د ثور مياشتي پر ۹ نېټه په کابل کي دائرېږي،يوه اونۍ به دوام ومومي او  د افغانستان د ټولو ولايتونو د بېلابېلو ګوندونو، ډلو، ټولنو او ولسي استازو ته پکي د ګډون بلنه ورکول سوې ده.

د سولي مشورتي جرګې د سمبالونکو مسؤولينو په خبره، په دغه جرګه کي به د ټول هيواد څخه شاوخوا ۲۵۰۰ استازي ګډون وکړي.

د چارواکو په خبره، په دغه جرګه کي  چي ۳۰ سلنه ګډونوال به ئې ښځينه غړي وي هيڅ يو ګډونوال به تر ۲۳ کلونو کښته عمر ونه لري.

تر دا مهاله د هيواد په ګوټ ګوټ کي دغي جرګې ته د خپلو استازو د لېږلو ټاکني رواني دي.

تمه ده چي په راتلونکو دوو يا دريو ورځو کي به ټاکني پای ته ورسېږی او د ګډونوالو ليست به خپور سي.