کور / شعر / د پسرلى ناوې

د پسرلى ناوې

محمد جان فنا

نوى کال نوى هوا نوى بهار دى

نوى ژوند نوى جنبش نوى روزګار دى

چه هيواد مو هم ودان او هم سمسور شى

وخت د  کښت او بزګرۍ او نوى کار دى

نوې سا په طبيعت کښې راپيدا شوه

ژوندى شوى په قدرت دګر د کار دى

د شنو پانو په دفتر کښې ليکل شوی

کايناتو کښې د خدای قدرت اشکار دی

چه  نسيم په چليدو شو هرې خواته

له هوسه په نڅا ورته څنار دی

د سپين زر په شان ويالې او بوته ډکې

په نارو په چيغېدو روان ابشار دی

د څپو او د موچو په خوږه ژبه

په توصيف د پسرلی  کښې سيند اقرار دی

ياسمن لمن لمن چمن خوشبوی کړو

معطره د  ګلشن درو و ديوار دی

د کاکل په شان چه وغوړيد سنبل بيا

بی ًقيمته مشک د چين او د تاتار دی

نازبو بيا په فخر و چمن ته راغله

بيا مشغوله نسترن په خپل سينګار دی

سروه بيا د پسرلی بيرغ راجګ کړو

د ګلانو هره خوا کښې تود بازار دی

اسمان شين دی لاجورد غوندې روښانه

لمن ډګه په لاله د کوهسار دی

شر و شور نه قيامت جوړ که مرغانو

له مرغانون ځينې ډک چه مرغزار دی

د پاختکو او کوترو کاروان راغی

د کارغانو خېل ملکو ځينې فرار دی

قمری جوړه کړه په سروه کښې بيا جاله

په دښتونو کښې بيا زرک په ناز رفتار دی

هنګامې د محبت تازه تازه شوې

بلبل بيا په شور فرياد او په چيغار دی