کور / سياسي / د سولې مذاکراتو لپاره واحد چتر

د سولې مذاکراتو لپاره واحد چتر

ژباړه: ايمل پياوړی

پرون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د جمهوررئیس غني په مشرۍ د روغې جوړې رهبري شورا لومړۍ ناسته وشوه. د دغې شورا د جوړېدو موخه په هیواد کې د سولې لپاره د فضا او واحد چتر ایجاد دی.

په تېرو څلورو کالو کې سولې ته د رسېدو لپاره پرلپسې هڅې وشوې. سره له دې چې دې هڅو د لمس وړ پایلې نه لرلې، خو د نوي څپرکي لپاره یې کړکۍ پرانیسته. جمهوررئیس تل سوله د مهم لومړیتوب په توګه په خپلو برنامو کې ځای کړې.

د لومړي ځل لپاره د کابل پروسې ناسته کې د سولې طرحه رسماً اعلان شوه. افغانستان د سولې طرحې سره وښوده چې د سولې د مدیریت، طرحې او نوښت توانایي لري. په څو سیمه ییزو ناستو کې د افغانستان د سولې طرحې ملاتړ وشو. وروسته له هغه حکومت د جنیوا ناستې سره همزمان د سولې پیشنهادي طرحه او د سولې مذاکره کوونکی پلاوی اعلان  کړ.

سوله نن په هیواد کې په مسلط بحث بدله شوې. پخوا ټولې خبرې د جنګ په ملاتړ متمرکزې وې، خو اوس حتی د اردو قرارګاوو کې هم د یوې باعزته او تلپاټې سولې خبرې کېږي.

سیاسي کړۍ چې عمدتاً یې سولې موضوع ته د شک په سترګه کتل، اوس ټولو مټې رابډوهلي چې د سولې کاروان څخه شاته پاتې نشي. د سیمې هیوادونه هم په دې بحث کې شامل شوي او هر یو کوښښ کوي چې په دې مهمه پروسه کې سهم ولري.

د سولې پروسه کې د سهم او رول لپاره د سیاسي جریانونو کوښښونه د دې موضوع د جدیت کیسه کوي. حکومت د بېلابېلو هڅو د توحید په موخه له مختلفو اقشارو سره جدي خبرې پیل کړي. دوه میاشتې د سولې د مذاکراتو د څرنګوالي او همدارنګه د مذاکره کوونکي پلاوي دترکیب په اړه جمهوررئیس رهبرانو، فعالو سیاسي جریانونو او بېلابېلو اقشارو سره مفصلې خبرې وکړې.

له نېکه مرغه د کوښښونو مجموعه د دې لامل شوه چې ټول تر واحد چتر لاندې یوځای شي. د لومړي ځل لپاره د روغې جوړې شورا د رهبري ناسته د ولسمشر په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه. د پرونۍ ناستې اجنډا د مذاکره کوونکي پلاوي د ترکیب څرنګوالی او همدارنګه د قطر ناسته وه.

حکومت او د افغانستان سیاسي اقشار اوس تر واحد سیاسي چتر لاندې د سولې د مذاکراتو لپاره واحد کوښښونه پیل کړي دي. دا کوښښونه د دې لامل کېږي چې د سولې مذاکراتو کې د افغانستان دریځ له زیات قدرت څخه برخمن وي.

حکومت او سیاسي اقشار خپلې اندېښنې او وړاندیزونه له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره مطرح کړل. د حکومت اساسي موخه داده چې د سولې مذاکرات د سولې د لار نقشې مطابق ترسره شي. سوله په تاریکه او له ابهام ډکه فضا کې نه راځي.

د افغانستان خلکو په ۱۸ کالو کې زیاتې قربانۍ ورکړي او نه غواړي چې په شا وګرځي. تر ټولو مهمه دا هیڅوک حاضر نه دي چې د اساسي قانون په ارزښتونو او نورو مهمو لاسته راوړنو معامله وشي. همدارنګه حکومت او خلک له هغو طرحو چې د مخکېنیو حکومتونو دوره کې له هغې جملې د ډاکټر نجیب دوران کې مطرح شوې لوی درسونه او عبرتونه اخیستي. هیڅوک نه غواړي چې تېرې ترخې تجربې تکرار شي.

د افغانستان حکومت او خلک هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب موافقتنامه لاسلیک کړي. سوله په بیړه نه راځي. موږ پایداره سوله غواړو چې په هغه کې سوله هم تضمین شي. همدارنګه د مذاکرې پړاوونه چې اوربند، د مذاکرې پیل، د مذاکراتو د اجنډا تدوین، تخنیکي بحثونه او د سولې موافقتنامه په کې شامل دي ټول باید په تدبیر او دقت وشي.

تر ټولو مهمه دا چې موافقتنامه باید د هیوادوالو له لوري تائید شي. پارلمان، لویه جرګه او یا ټولپوښتنه کولای شي دا رول ولوبوي.

د هغو کسانو ادغام چې د سولې پروسې سره یو ځای کېږي له مهمو موضوعاتو څخه دي. دا موضوع د مرسته کوونکو هیوادونو ملاتړ ته اړتیا لري او همدارنګه باید ښه مدیریت شي.