کور / سياسي / د حمدالله محب اعتراض مناسب وو

د حمدالله محب اعتراض مناسب وو

ليکنه: ګل رحمان رحماني

متل دی وایي که ریښتیا وایم ته مې نیسې او که دروغ وایم خدای مې نیسي . دا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر نیوکو رایاد شو. نوموړي چې په واشنګټن کې په افغان سفارت کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې پر زلمي خلیلزاد نیوکې وکړې او وې ویل چې خلیلزاد د سولې په خبرو کې د کابل په بهر ساتلو افغان حکومت کمزوری او نامشروع کوي او دا هر څه یقینآ د سولې لپاره نه دي .

د امریکا لوړپوړو اشخاصو غبرګون وښود او وې ویل چې پر زلمي خلیلزاد نیوکه د امریکا په بهرنیو چارو وزارت باندې یې چې غبرګون ښودلی وي .که د امریکا او طالبانو دریځ ته وګورو، نو له افغانستان سره یو ډول لوبه کوي. طالبان وایي موږ د افغانستان په اړه د سولې خبرې له امریکا سره کوو، خو امریکا وایي چې د سولې خبرې باید له افغان حکومت سره وشي، خو د پردې تر شا امریکا او طالبان دواړه د افغان سولې په رابطه خبرې کوي چې افغانانو ته دا ډول خبرې یو ډول معامله ښکاري ځکه د اوسنۍجګړې قرباني یواځې افغانان ورکوي .

له بلې خوا داسې اوازې دي چې د افغان سولې په نوم د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ځان په ګټه یو لنډ مهاله حکومت جوړوي چې خلیلزاد به پکې د وایسرای (کله چی برطانیه پر هند واکمنه وه نو هغه مهال مستعمرې انتظامیې مشر ته وایسرای ویل کېدل) حیثیت ولري، ځکه زلمی خلیلزاد په افغانستان کی د واک تږی دی او غواړي چې د غیر مشروع لارې په افغانستان کې حاکم شي له همدې امله غواړي چې اوسنی حکومت افغانانو او نړیوالو ته ضعیف وښیي تر څو د نړیوالو او افغانانو په زړونو کې د یو اتل په شان وځلېږي .

حمدالله محب  پوهېده چې  ځینې کړۍ د موقت حکومت د جوړیدو کوښښ کوي، نو نړیوالو ته یې واضح وویل چې په افغانستان کې هر ډول تصمیم یواځې د افغانانو صلاحیت دی او بل هیڅ هیواد یا سیاسیون حق نه لري چې د افغان حکومت په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي .

د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر هیواد کې د سولې تر نامه لاندې خبرې د وخت ضایع کول دي ځکه تر هغو چې د سولې له مذاکراتو دمخه د دواړو لورو ترمنځ اوربند ونشي او افغان حکومت او وسله وال طالبان مخامخ د سولې مذاکرات ونه کړي، نو د سولې خبرې نتیجه نه ورکوي. که امریکا او طالبان واقعاً د افغان حکومت په څېر سولې ته ژمن وي، نو بیا دې د سولې لپاره معقولې لارې ولټوي.

د تعجب وړ خو داده چې طالبان اوسنۍ جګړه له افغان حکومت سره کوي او د جګړې قرباني هم یوازې افغانان ورکوي ، مګر د سولې خبرې بیا له امریکا سره کوي،له دې معلومیږی چی امریکا زموږ په چارو کې لاسوهنه کوي او حمدالله محب حق درلود چې د امریکا له دغې پټې معاملې چې هیڅ افغان ته هم د منلو وړ نه ده پرده پورته کړي او د خلیلزاد کړنې نقد کړي.