کور / شعر / د تالندې کوکار

د تالندې کوکار

محمد جان فنا

پاى د ژمى د بهار د ژوند اغاز يم

ترانه د مرګ او ژوند نشيب فراز يم

چه راوړى مې پيغام د نوى کال دى

نو قاصد د نوى ژوند او نوى راز يم

د نبات او د انسان حيوان په غوږ  کښې

پوه کومه د ژوند ساغيبى اواز يم

مړواې ځمکې ته چه نغښتې ده  کفن  کښې

غږوم د ژوند رباب ماهر شهباز يم

سارې  ګه مه په ده نى مې اسمانونه

د اوو پردو عجب زير و بم ساز يم

زه غږېږم د (فنا) د زړه پردو  کښې

ما د زړه په غوږو واوره چه اعجاز يم