زړه ته

 ليکنه: سراج الدين سعيد

ترڅو به د خپلى هوا او هوس دپاره دومره مشکلات زغمې؟

ته! هو ته! په ياد لرې؟ هغه خاطرات، هغه ورځى او شپې، هغه خواږه اۤشنايان، هغه د لطف او نزاکت او شوخى مجلسونه. افسوس چه ولاړل، تير شول او تيريږى. يقين لرم چه ته هغه له ياده نشې ويستلى؛ ځکه هغه ستا په ژوند پورى پوره اړه لرى…

اى زما زړه! پوهيږم چه تلوسې او اوميدونه لرې او د خپلو پريشانيو له لاسه، ځوريږى.

اى زما د ځان ملګرى! اى د عشق مرکزه! هغه عشق چه تا د خلکو ځخه پټ ساتلو، فاش او رسوا شو؛ ځکه چه ستا د عشق بهترين داستان د ريکارټ (تيپ ريکاردر) په ضمن کښې ثبت شو او د موسيقى په دفتر کښى وليکل شو.

هو! ستا د ژوند خاطرې د کتاب د پاڼو په مخ او د ريکارټ په ضمن کښى وساتل شوې. لوستونکى به يى اورى او پوهيږى به چه دا داستان د زړه عواطف او ملکوتې الهامات دى.

دا د وطن، ملک، قام او قبيله او د ملت د نهضت او پرمختګ دپاره، اوميدونه او هيلى دى. دا د هغه ارمانونو معراج دى کوم چه د ډبرو انتظارونو څخه وروسته په لاس راغلى دى.

اى زما  ګرانه زړه! اوس، هو! اوس عهد و کړه چه د ځان او د خلکو د خدمت دپاره، د مينى، محبت او عشق جذبى ته ادامه ورکړې، تر څو هغه مخ کښې تللى قافلى ته په ډير زور او قوت سره ځان ور ورسوې.