کور / راپور / مايک پومپيو: د سولي په خبرو کي به افغان دولت مرکزي رول ولري

مايک پومپيو: د سولي په خبرو کي به افغان دولت مرکزي رول ولري

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، چي د افغان سولي په پروسه کي به افغان دولت مرکزي رول ولري.

نوموړي چي د امريکا د سنا مجلس د تخصصې بوديجې په کمېټه کي د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول وويل، چي افغان حکومت به د سولي په هر تړون  کي مرکزي رول ولري.

نوموړي د امريکا د سنا مجلس د يو غړي ليندسي ګراهام د دې پوښتي په ځواب کي چي “افغان حکومت به د سولې په هر تړون کي هدفمند حضور ولري؟” وويل:

“تر دې زیات، هغوی (افغان حکومت) به په مرکزيرول کې وي. دا به د افغانانو په مشرۍ یو بهیر وي.”

دا پر داسي مهال ده چي طالبانو د امريکايي استازو سره پنځه ځلي مخامخ خبري اتري کړي دي، چي وروستۍ ليدنو کتنو تقريبا دوې اوونۍ دوام درلود.

طالبانو د افغان حکومت سره د مخامخ ليدني څخه انکار کړی دی.

د امريکا د سنا مجلس پر حکومت ږغ کړی دی چي د طالبانو سره د خبرو اترو په هکله دي دوی ته مالومات ورکړی.

د سناتورانو په خبره، د امريکا د بهرنۍ پاليسي له مخي بايد په داسي مهمو مسائلو کي د سنا مجلس ته مالومات ورکړل سي.

امريکايي چارواکي وايي، چي د طالبانو سره ئې په خبرو کي پرمختګ کړی دی، خو تراوسه ئې کوم تړون ورسره نه دی کړی.