کور / راپور / عمران خان: ترهګري ډلي زموږ پوځ جوړي کړي دي

عمران خان: ترهګري ډلي زموږ پوځ جوړي کړي دي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېره ورځ په اسلام اباد کي د خبريالانو يوې غونډي ته وويل، چي ترهګري ډلي زموږ پوځ جوړي کړي دي او له همدوی څخه په استفاده بېګناه خلګ وژل سوي دي.

دا د عمران خان لومړۍ څرګندوني دي، چي د خپل هيواد دپوځ په هکله شاهدي ورکوي، چي هغوی ترهګر روزي.

له دې وړاندي پخواني لومړي وزير نواز شريف هم ورته څرګندوني کړي وې، چي وروسته د پوځ له لوري بېواکه سو.

نوازشريف په ۲۰۱۷ کال کي د پاکستان پوځي ادارې په دې تورني کړي وې، چي هغوی د وسلوالو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او د هغوی لپاره روزنځايونه جوړوي.

نواز شريف د همدې څرګندونو له امله د پوځ لخوا په فساد تورن سو او وروسته له واکه ليري کړل سو.

نواز شريف د پوځ له لوري په بند هم محکوم سوی، چي په زندان کي د لنډي مودې تېرولو وروسته اوس په ضمانت خوشي سوی دی.

پاکستان په نړيواله کچه يو ترهګر هيواد بلل سوی او نړيواله ټولنه ورباندي فشار زياتوي چي د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي .

دا مهال پاکستان په همدې سبب د نړيوالي ټولني د اقتصادي او سياسي فشارونو سره مخ دی.