کور / راپور / په پاکستان کي په زوره د مذهب بدلولو پېښو خلګ اندېښمن کړي دي

په پاکستان کي په زوره د مذهب بدلولو پېښو خلګ اندېښمن کړي دي

په پاکستان کي په زور د مذهب بدلولو پېښي خورا زياتي سوي دي.

د بشري حقوقو د څار ډلي اومدني فعالان وايي، چي په دغه هيواد کي د سختدريځی د ډېرېدلو له امله اندېښنې زياتي سوي دي او هلته لږکي د خپل ژوند په هکله ډېر فکرمند دي.

څه موده وړاندي د پنجاب ايالت په فيصل اباد کي جاويد نومي شخص يوه ۱۴ کلنه عيسوۍ نجلۍ وتښتول، بيا ئې په زوره مسلمانه کړل او وروسته ئې ځان ته واده کړل.

تېره ورځ د لاهور په ستره محکمه کي یادي نجلۍ او د هغې کورنۍ د پېښي په هکله شاهدي ورکړه او غوښتنه ئې وکړه چي مجرم ته دي سزا ورکړل سي.

همداراز  په سند صوبه کي دوې هندومذهبه انجوني تښتول سوي وې، چي بيا په زوره مسلماني کړل سوې او په جبري نکاح دوو کسانو ځان ته کښېنولې.

په پاکستان کي فعالان وايي، چي د سختديځی سره د حکومت او پوځ مرسته په دغه هيواد کي د لږکيو ژوند تريخ کړی دی.

پاکستان چي بېلابېلي مذهبي ډلي پکي روزنه ترلاسه کوی، د ډول ډول نظريو منونکي پکي سته چي هره ډله ئې داسلام د احکامو عملي کولو دعوه کوي.