کور / راپور / ستورپوهانو په لومړي ځل د بلک هول( په کائناتو کي تور غار) انځورونه اخيستي دي

ستورپوهانو په لومړي ځل د بلک هول( په کائناتو کي تور غار) انځورونه اخيستي دي

ستورپوهانو د ستورټليز (کهکشان) په يوه ډېره ليري نقطه کي د بلک هول انځورونه اخيستي دي.

دا د بشر په تاريخ کي لومړی ځل دی چي د بلک هول( په کائناتو کي تورغار) انځور د سر په سترګو ليدل کېږي.

ستورپوهان وايي، دا بلک هول له لمر څخه څو بيليونه واره غټ دی او دومره ژور دی چي د همدې ژوروالي له امله رڼا (نور) ورڅخه نه سي تېرېدلای.

د کارپوهانو په خبره، دا بلک هول له ځمکي څخه ۵۵ مليونه نوري کاله ليري دی او د کهکشان په زړه کي پروت دی.

ساينسپوهان وايي، دا تمه ئې نه لرل، چي موږ به د بلک هول ښکاره انځور وګورو.

شيپ ډولمن چي د هاروارډ سميسټونين مرکز کي د ستورپېژني په برخه کي فزيکپوه دی وايي، موږ داسي څه وليدل چي فکر مو نه کاوه چي وبه ليدل سي. دا د بشر په تاريخ کي ډېر غټ پرمختګ دی. او دا خبره اوس جوته سوه، چي بلک هول سته.