کور / #PTM / ځايي خلګ: په شمالي او جنوبي وزيرستان کي پاکستانی پوځ او استخبارات هدفي وژني کوي

ځايي خلګ: په شمالي او جنوبي وزيرستان کي پاکستانی پوځ او استخبارات هدفي وژني کوي

په خيبر پښتونخوا اوقبائلي سيمو کي د پښتنو مرموزو وژنو اندېښنې را پورته کړي دي.

د خيبر پښتونخوا قومي مشران او فعالان وايي، چي په سيمه کي د استخباراتي کړيو له لوري تعليم يافته او مخور کسان وژل کيږي .

 اتوار پر ورځ په ډېره اسماعیل خان کي سردار منورشا ستوریاني او اصغرخان د نامالومه وسله والو په ډزو ووژل سو. د وژل سوي اصغرخان وزیر تره حفیظ وزیر چي پخپله خبریال هم دی، وایي له هېچا سره یې شخصي دشمني نسته. نوموړی وايي، ښایي د وراره وژنه یې په سیمه کي د روانو هدفي وژنو کړۍ وي:

“في الحال دا پته نه لګي چي دا څوک و چي زما وراره یې شهید کړو، زموږ د هیچا سره دشمني نسته.”

په فیبرورۍ کي په میرعلي کي ځایي مشر ملک عباس خان وزیر د نامالومه وسله والو د ګولو ښکار سو. په هم هغه میاشت کي د خېسور ملک مراد علي میترکی ووژل سو. تېر کال په جون کي د ضلعي انتظامیې پولیټکل محرر حمیدالله وزیر او له دې څو ورځې وروسته دوه لیویز سرتیري د ورته پېښو ښکار سول.

د سيمي خلک وايي، چي د پاکستان پوځي او استخباراتي کړۍ هدفي وژني کوي او د سيمي د نا امنه کولو لپاره د طالبانو سره اړيکي لري او آن ځيني سيمي ئې هغوی ته سپارلي هم دي.

د پښتنو د وژني او لادرکه کولو پرضد د پښتون تحفظ مومنټ رامنځ ته سوی او د پښتنو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره جدي هڅي کوي.