کور / سياسي / د دموکراسي شرایط ! ‎

د دموکراسي شرایط ! ‎

لیکنه مینه منګل

‎دا چې په افغانستان کې د دموکراسي نوم نوی دی ممکن افغانان ورته بېلابېل تعریفونه ولري اما ‌‌‌‌‌‌ډېری افغانان له دې نوم څخه غلط  مفهوم اخلي ، دوی دموکراسي مطلقې آزادۍ ته وايي هغه آزادي ته دا نوم منسوب کوي چې پکې خلک هر څه کوي د ښځو آزادي، او داسې نور مسایل ، حتی په ‌‌‌‌‌‌ډېرو مجلسونو کې مې اورېدلي چې کله زموږ ځيني مشران له چوکاټه لرې آزادي ویني نو سم د لاسه ووايي دا ټوله دموکراسي ده .

‎ په اصل کې دموکراسي دېته نه وايي.

‎دموکراسي درې اصلي شرایط لري که چېرې دا درې شرایط په ټولنه کې تطبیق نشي دموکراسي اصلآ معنا نه لري.

‎د دموکراسي شرایط.

‎لومړی_ ټولنیزه برابري.

‎دوهمه _ اقتصادي برابري.

‎دریمه_ سیاسي مشارکت

‎ټولنیزه برابري په دې معنا چې هېڅ فرد د بل څخه لوړوالی ونلري یعنې څنګه چې زموږ د اساسي قانون په  شپږمه ماده کې راغلي ،  دولت د ټولنيز عدالت، د انساني كرامت په ساتلو، د بشرى حقوقو په ملاتړ، د ولسواكۍ په تحقق، د ملي وحدت په تامين، د ټولو قومونو او قبايلو ترمنځ په برابرۍ او د هېواد په ټولو برخو كې د متوازنې پراختيا پر بنسټ د يوې هوسا، او پرمختللې ټولنې په جوړولو مكلف دى.

‎یعنې دلته باید د قوم، ژبې او نژاد خبره اصلآ مطرح نه وي.

‎د دموکراسۍ دوهم شرط اقتصادي برابري ده ، هدف دا چې دولتونه مکلف دي چې د هېواد د وګړو د پاره حد اقل اقتصادي برابري په نظر کې ونیسي یعنې چې هر افغان باید دنده او یو مناسب معاش ولري ترڅو خپل ورځينۍ چارې پرمخ یوسي مګر موږ وینو په افغانستان کې دوه رقمه اشخاص ژوند کوي یو هغه چې د افغانستان او نړۍ بانکونه یې له پيسو ‌‌‌‌‌‌ډک دي اما هېڅ خیر یې ټولنې ته نه رسېږي ، اما غریبه طبقه خلک مو ګورو چې اقتصاد یې ‌‌‌‌‌‌ډېر خراب دی کار ورته نه پيدا کېږي ماشومان یې زده کړې نشي کولی نو دوی د ژوند له هر نعمت څخه بې برخې پاتې کېږي.

‎د دموکراسې دریم شرط دا دی چې ولس ته باید سیاست کې د برابر مشارکت ون‌‌‌‌‌‌ډه ورکړلی شي.

‎ولس حق لري چې په ټاکنو کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړي بدون د قید او شرط څخه ولس ته باید په هر لحاظ ددې زمینه برابره وي چې بدون د هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډار او فشار څخه د خپلې رایې د لارې راتلونکی ولسمشر او د ملي شورا استازي وټاکي .

‎موږ په تېرو څلوېښتو کلونو کې دا تجربه کړه چې دا درې اصله د دموکراسي په افغانستان کې ندي پلي شوي که چېرې زموږ په ټولنه کې دا درې اصله په رښتیني معنا برابره شي باور لرمه چې دا ستونزې به ‌‌‌‌‌‌ډېرې زر له منځه لاړ شي په حکومتولۍ کې د دموکراسي دا درې اصله ‌‌‌‌‌پلي کیدلی شي اما شرط دا چې د حکومت په رآس کې رښتیني کسان واوسي.