کور / راپور / دفاع وزارت: بالامرغاب ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه سوه

دفاع وزارت: بالامرغاب ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه سوه

چارواکي وايي، چي د بادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ ئې بېرته د وسلوالو طالبانو څخه نيولې ده.

د دفاع وزارت څخه په تازه خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي، چي د بالامرغاب ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسلوالو طالبانو له شتون څخه پاکه سوې ده.

د وزارت په اعلاميه کي راغلي: “په دي ولسوالۍ کي د تروریستانو وروستی مقاومت هم له ماتي سره مخ یو او په بشپړه توګه د تروریستانو له شتون څخه پاکه سوه چي د تیرو څو ورځو عملیاتو په ترڅ کي وسله والو طالبانو او تروریستانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.”

ياد وزارت وايي، چي په دې هکله به د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستيال مرکه د جګړې له لومړۍ کرښي خپره سي.

خو بل خوا بيا طالبان ادعا کوي چي افغان ځواکونو په ياده ولسوالۍ کي د محاصرې څخه د خلاصون هڅه وکړه، خو د طالبانو د مقاومت سره مخ سول، چي بېرته شاه ته سول.

د طالبانو په خبره، د ولسوالۍ مرکز اوس هم ددوی په لاس کي دی.