کور / راپور / پاکستان وايي، چي د طالبانو او امريکايانو په راتلونکې غونډه کي به ګډون ونه کړي

پاکستان وايي، چي د طالبانو او امريکايانو په راتلونکې غونډه کي به ګډون ونه کړي

پاکستان وايي، چي د طالبانو او امريکا په راتلونکې ناسته کي برخه نه اخلي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل په يوه خبري کنفرانس کي وويل، چي دوی به په قطر کي د طالبانو او امريکايانو ترمنځ ناسته کي ګډون ونه کړي.

نوموړي دا ونه ويل، چي د کومو دلائلو له مخي به دوی په دې ناسته کي برخه وانه خلي.

پاکستان په دې تورن دی چي د افغانستان په کورنيو چارو کي لاسوهنه کوي او  آن څو ځلي ئې په افغانستان کي د موقت حکومت د جوړولو خبره هم کړې ده.

تمه ده په راتلونکې اونۍ کي د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ د شپږم ځل لپاره هم غونډه وسي او تمه ده چي په دې خبرو کي به د افغان دولت استازي هم ګډون کوي.

طالبانو په وارو وارو ويلي، چي د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته نه کښېني.