کور / راپور / کارپوهان: پاکستان د لږکيو لپاره خطرناکه هيواد دی

کارپوهان: پاکستان د لږکيو لپاره خطرناکه هيواد دی

د اسلام اباد ستري محکمې ويلي، چي داسي کوم ثبوت نسته چي په دوو هندو مذهبه انجونو دي په زور خپل دين پرېښودل سوی وي.

دا بيان وروسته له هغه مخي ته راغلی، چي په سند صوبه کي دوې هندو مذهبه انجوني په زور له خپله دينه واړول سوې او بيا جبرا په نکاح سولې.

دغه دوې انجوني دواړي د ۱۸ کلونو څخه د کښته عمر لرونکي دي.

يادو دوو انجونو د دوی پر وړاندي د سختدريځی ددغه عمل پر ضد ستري محکمې ته خپله دعوه پورته کړه، خو اوس پاکستانۍ محکمه وايي، چي يادي انجوني په زور له خپل مذهب څخه نه دي اړول سوي.

بل خوا حقوقي فعالان وايي، چي په پاکستان کي په زور د مذهب بدلولو پر ضد هيڅ قانون نسته .

پاکستان په نړۍ کي يو له هغه سختدريځو هيوادونو څخه دی چي د دين په نوم ئې ډېر کسان وژلي او د پوځي استخباراتي ادارو په همږغۍ ګڼ شمېر لږکي د ستونزو سره مخ سوي دي.

مدني فعالان وايي، چي پاکستان په نړۍ کي د لږکيو لپاره يو ترټولو ډېر خطرناک هيواد دی.

د کارپوهانو په نظر په دغه هيواد کي لږکي مذاهب د بېلابېلو سختديځو کړو لخوا د ګواښ سره مخ دی.