کور / راپور / سره صليب په افغانستان کي خپل فعاليتونه درولي دي

سره صليب په افغانستان کي خپل فعاليتونه درولي دي

د سره صليب نړيوالي ادارې په افغانستان کي خپل فعاليتونه درولي دي.

 دسره صليب نړيواله اداره وايي، چي تر هغو به خپل فعاليتونه پيل نه کړي ترڅو چي ددوی د کارمندانو د امنيت خونديتوب  ضمانت نه وي سوی.

د سره صليب ادارې وروسته له هغه په افغانستان کي خپل فعاليتونه وځنډول چي طالبانو دغه ادارې ته ګواښونه وکړل.

طالبانو په يوې اعلاميه کي ويلي، چي په افغانستان کي د سره صليب اداره او د روغتيا نړيوال سازمان ته اجازه نه ورکوي چي خپل فعاليتونو ته ادامه ورکړي.

طالبانو ويلي، چي د افغانستان جګړه ايز حالت ته په کتلو دغه ادارې خپل فعاليتونه شکمن کړي او پر هغه ژمنو نه دي درېدلي چي د طالبانو سره ئې کړي دي.

د سره صليب کمېټې رسنيز مسؤول روبين واودا وويل: “موږ د طالبانو اعلامیه ولیدله او پرېکړه مو وکړه چي پرته له امنیتي ضمانته باید خپل فعالیتونه ودروو، له همدې امله د سره صلیب نړیواله کمېټه نه ‌سي کولای چي د هېواد په بېلابېلو برخو کي خلکو ته خدمات ورسوي.”

له دې وړاندي هم طالبانو د سره صليب پر نړيوالي کمېټې بنديزونه لګولي، چي وروسته د خبرو اترو له لاري حل سوي دي.

سور صليب په افغانستان کي د جګړې د قربانيانو سره مالي او روغتيايي مرستي کوي.

د طالبانو د وروستۍ اعلاميې په  غبرګون کي تردا مهاله افغان دولت او د روغتيا نړيوال سازمان څه نه دي ويلي.