کور / راپور / د پاکستان خپلواکي رسنۍ: پوځ راته هر وخت ګواښونه کوي

د پاکستان خپلواکي رسنۍ: پوځ راته هر وخت ګواښونه کوي

د پاکستان د ازادو خبريالانو ټولنه وايي، چي ددغه هيواد استخباراتي کړۍ او پوځ وخت پر وخت دوی ته ګواښونه کوي چي ددوی خلاف راپورونه خپاره نه کړي.

د خبريالانو ټولنه وايي، چي دوی په ازاده توګه خپل کار ته نه پرېښودل کېږي او د پوځي ادارو لخوا ورته دمکۍ ورکول کېږي چي ددوی خلاف راپور خپور نه کړي.

د ټولني غړي وايي، چي په دې وروستيو کي ازادو رسنيو په پښتني سيمو کي د لادرکه کسانو په هکله ځيني راپورونه خپاره کړل او د هغه کسانو په تړاو ئې خبرونه خپاره کړل چي د پاکستان د پوځ لخوا وژل سوي وه، چي همدې کار پوځ په غوسه کړی او اوس رسنيو ته ګواښونه کوي.

د خبريالانو ټولنه وايي، چي د رسنيو د واک په خپل لاس کي اخيستلو لپاره پوځ د (پيمرا) په نامه اداره رامنځ ته کړې چي له مخي به ئې ټولي رسنۍ تر خپل پوښښ لاندي راولي او د هغوی په خوښه به خپروني مخ ته بيايي.

په پاکستان کي خبريالانو اندېښنه ښودلې ده چي ددغه هيواد د پوځي ادارو له لوري به د (پيمرا) په مرسته ټولي رسنۍ ترخپل واک لاندي راولي، چي په دې سره به د بيان ازادۍ ته سخت ټکان ورسېږي.

د پاکستان د خبريالانو ټولني مشر امتياز عالم وايي، چي د حکومت له خوا د بريښنايي رسنيو د سمبالولو نوې اداره به په دغه هيواد کي ټولي رسنۍ ترخپل کنټرول لاندي وساتي او داسي اندېښنې سته چي پوځي ادارې به د همدغي لاري ټولي رسنۍ په خپله خوښه کارولو ته اړ باسي.

پاکستان يو له هغه هيوادونو دی چي د بيان ازادي پکي خورا محدوده ده او هغه خبري رسنۍ چي د پوځ د غير انساني کړني ئې رسوا کړي  د استخباراتو لخوا تړل سوي او يا ئې هم کارکونکي وژل سوي دي.