کور / راپور / په پاکستان کي يو سړی پر خپلي ماشومي لور د جنسي تېري په تور نيول سوی دی

په پاکستان کي يو سړی پر خپلي ماشومي لور د جنسي تېري په تور نيول سوی دی

د پاکستان په پنجاب ايالت کي يو سړي پر خپله لور جنسي تېري  په تور نيول سوی دی.

دغه سړی چي امجد نومېږي پر خپلي پنځلس کلني لور ئې درې ځلي جنسي تېری کړی دی.

امجد هغه وخت ونيول سوچي کله ئې لور خپل تره له دې قضيې خبر کړل.

د نوموړي لور وايي، چي د خپلي مور د مړيني مي يوه مياشت کېږي او د هغې له مړيني وروسته دا د خپلو خويندو او وروڼو سره په يوه خونه کي بيدېږي.

دا زياتوي:” پلار مي د خوب پر وخت زما کټ ته نژدې راغلی، د مرګ ګواښ ئې راته وکړ او بيا ئې خپل کټ ته بوتلم”.

دا انجلۍ وايي، چي پلار ئې درې ځلي دا کار کړی دی، خو وروسته مي خپل تره له کيسې خبر کړ.

د يادي پېښي د رسوا کېدلو وروسته د سيمي خلګ د امجد کور ته ورغلي او نوموړی ئې نيولی دی.

په پاکستان کي هره ورځ په بېساري کچه د جنسي تشدد پېښي کېږي چي آن ځيني ئې پر ماشومو انجونو ترسره کېږي او ډېري انجوني د جنسي زورزياتي وروسته وژل سوي هم دي.

په تېر يوه کال کي په پاکستان کي پر ۱۸۰۰۰ ماشومانو جنسي تېری سوی دی.

.