کور / راپور / سعودي د قاچاقو په تور پاکستانۍ ښځه او خاوند اعدام کړي دي

سعودي د قاچاقو په تور پاکستانۍ ښځه او خاوند اعدام کړي دي

سعودي عربستان تېره ورځ په جده ښار کي يو پاکستانی سړی او ښځه د قاچاق په تور اعدام کړل.

د سعودي د کورنيو چارو وزارت وايي، دغه جوړه ( خاوند او مېرمن) ئې سعودي ته د هيروئينو د قاچاق په تور اعدام کړي دي.

د سعودي چارواکو په خبره، دغه سړی چي محمد مصطفی او مېرمن ئې فاطمه اعجاز  نومېده هغه وخت ونيول سول چي کله ئې سعودي ته هيرويين قاچاقول او محکمې ددوی په هکله د مرګ سزا اورولې وه.

دا پر داسي مهال ده چي په سعودي کي اوسمهال تر ۲۱۰۰ زيات پاکستانيان د بېلابېلو جرمونو په تور بنديان دي.

سعودي عربستان يو له هغه هيوادونو څخه دی چي د قاچاق وړونکو ته د مرګ سزا ورکوي.