کور / راپور / کوټه: چاودني ۱۶ تنه وژلي او تر ۳۰ زيات ژوبل دي

کوټه: چاودني ۱۶ تنه وژلي او تر ۳۰ زيات ژوبل دي

د کوټي په جنوب لوېديځه سيمه هزارګنجي کي د سبزي مارکېټ سره د هزاره وګړو پر موټرو بريد سوی چي پکي ۱۶  کسان وژل  سوي او دېرش تنه  نور ژوبل دی.

پېښه نن د جمعې په سهار  سوې او د يوه سرتېري د وژل کېدو خبر هم ورکول سوی دی.

په پېښه کي ژوبل کسان نژدې روغتون ته لېږدول سوي  او د دريو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل سوی دی.

له دې وړاندي هم په کوټه او شاوخوا سيمو کي هزاره لږکي تر بريد لاندي نيول سوي چي په لسګونو زره کسانو پکي وژل  سوي او همدوره ژوبل دي.

د بشري حقونو سازمان ويلي، چي له ۲۰۱۱ کال څخه تر دامهاله ۵۰۹ تنه هزاره ګان وژل سوي او تر ۳۰۰۰ زيات ژوبل دي.

په سيمه کي پر هزاره لږکيو د بريد پړه تر ډېره پاکستان مېشتې سختدريځه ډلي پر غاړه اخلي.

په پاکستان کي په بېلابېلو نومونو سختدريځي ډلي فعاليت کوي، چي د پاکستان د پوځ د پوره ملاتړ څخه برخمني دي.

د هزاره لږکيو ټولنه وايي، چي د پاکستان حکومت ددوی د ساتني ژمني په وارو وارو تکرار کړي دي، خو په عمل کي داسي برېښي چي د هزاره وو وژني ددوی لخوا پلانېږي.

پاکستان د لږکيو لپاره ترټولو خطرناکه هيواد ګڼل کېږي او ددغه هيواد استخبارات او پوځي کړۍ د مذهبي لږکيو پر وړاندي د سختدريځو پراخ ملاتړ کوي.