کور / راپور / ننګرهار: شېرزادو ولسوالۍ کي موټر بم حمله سوې ده

ننګرهار: شېرزادو ولسوالۍ کي موټر بم حمله سوې ده

د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کي موټربم حمله سوې ده، چي ورپسې د ډزو اوازونه هم اورېدل کېږي.
ويل کېږي چي موټر بم د يادي ولسوالۍ پر مرکز سوی دی. او په سيمه کي اوس جګړه روانه ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی د چاودني پخلی کوي او وايي، چي امنيتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده، خو دقيقه شمېره ئې نه ده څرګنده.
خوګياڼی وايي، چي اوس هم هوايي او ځمکني ځواکونه د طالبانو سره په جګړه بوخت دي او وايي، چي وسلوالو ته ئې درنه مرګژوبله ور اړولې ده.
بل خوا طالبان وايي، بريد دوی کړی دی او ددوی وسلوال د افغان ځواکونو سره په جګړه اوښتي دي.
نور جزئيات وروسته…