کور / راپور / خليلزاد: پاکستان بايد د طالبانو پسرلني عمليات وغندي

خليلزاد: پاکستان بايد د طالبانو پسرلني عمليات وغندي

د افغانستان د سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چي پاکستان، قطر او د افغان سولي په بهير کي نور ښکېل هيوادونه بايد د طالبانو لخوا د پسرلنيو عملياتو د اعلان مخالفت وکړي او بايد دا عمليات وغندي.

خليلزاد پر داسي مهال دا څرګندوني کړي، چي تېره ورځ طالبانو د الفتح په نوم د پسرلنيو عملياتو اعلان وکړ او وئې ويل، چي د الفتح په نوم به په تول افغانستان کي عمليات پيل کړي.

خليلزاد پر خپله ټويټرپاڼه ويلي، چي د امريکا د استازي په توګه دا عمليات غندي او بايد په افغان سوله کي ښکېل هيوادونه هم دا عمليات وغندي.

نوموړي ويلي، چي ټول افغانان بايد ددغه عملياتو مخالفت وکړي.