کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / تبصره :[يوه مورد ولسمشرڅخه٠٠٠ د ډاکتر فيض الله ثاقب ليکنه]

تبصره :[يوه مورد ولسمشرڅخه٠٠٠ د ډاکتر فيض الله ثاقب ليکنه]

په رښتياهم هغه څه چي نن په بي وزلو افغانانوتيريږي دميندوزړونه پريږده دکاڼوزړونه هم پري ژاړي.خو زمونږدولت مداران پي خبر هم ندي اوکه خبروته يي غوږشي ته به وايي چي دوي خو سپيني سپيڅلي ملائيکيدي اودملت اوخلکورښتيني خدمت ګذاراندي؛خوبيانوداهره ورځ په لسګونواوياترهغه هم زيادخلک ولي مري اياداټول القاعده اوياطالبان دي؟اوددي ټولومسئول څوک دي؟ايا دايومنظم پلان شوي نقشه نده دوطن اوپښتنودبربادۍ په خاطر؟داستا په څنګ کي ناست دوطن او خکودښمنان لکه:رباني،محقق سياف،دوستم،خليلي٠٠٠٠٠اوداسي نورچي په سلګونونه بلکه په زرګونود وطن بي ګناه خلک دوي وژلي اووژني ئي .


دخلکوداګمان وه چي دغه دوطن دښمنان به دنوي حکومت په راتلوسره دقانون منګولوته وسپارل شي چي ترڅونوروته دعبرت درس شي اودوي دنوروبدبختيوسبب نشي خو بدبختانه چي داسي ونشو،اوهمغوي  ددموکراسۍ ترشعارلاندي بيرته په قدرت راغلل٠اوس زماپوښتنه له تا سوښا غلي جمهورريس څخه ده تاسوووايي چي په داسورژيم به څوک باوروکړي؟اوڅنګه به دارژيم دخلکواوښکي پاکي کړي ؟اوڅنګه به داوران اوويجاړوطن سمسورکړي؟ددي وطن دزرګونوخويندواوميندو اوښکي به پاکي کړي؟ددي وطن يوزيادشميرکډوال به څنګه بيرتهوطن ته ستانشي؟

په درناوي٠