ناقانونه وسلوال اوشخصي زندانونه

د لراوبر اداره | جولای 30th, 2008


په هیوادکی دشخصی زندانونوشتون یوه داسی موضوع ده چی دتیروشپږوکلونوپه ترڅ کی ګرمه پاته سوی اوحکومت یی په بشپړه توګه  په له منځه وړولونه دی بریالی سوی .
دتیرودرولسیزوجنګ جګړو، اخ ډب اوناارامیوپه پایله کی دملکیتونودغصب اوپربشری حقونودګڼونوروتیریوترڅنګ دزورواکانواوسیمزوواکمنانوله لوری دشخصی زندانودرلودل یوه دپام وړمسئله پاته سوی چی خلګویی له حکومت څخه دحلولوتمه لرلی .

که څه هم چی په کابل کی دبشری حقونودخپلواک کمیسیون ویلی چی تیرکال په هیوادکی شاوخواڅلویښت شخصی زندانونه تړل سوی خولاهم په سویلی اوشمالی ولایتونوکی دشخصی زندانونودشتون خبره کیږی .

څه موده مخکی دکورنیوچارووزارت ویاند زمری بشری خبریالانوته وویل چی د سویلی ولایت هلمندپه نادعلی ولسوالی کی یی ځینی امنیتی کسان دشخصی زندان په تورنیولی دی .

له دې وړاندې ځینو رسنيو د سيمه ييزو چارواکو له خولې خبر ورکړى وو چې د هلمند ولايت د ناوې امنيه قومندان د شخصي زندان د درلودلو په تور نيول شوى دى .

په داسی حال کی د بشري حقونو يو شمير ډلو په وارو وارو د پخوانيو وسله والو ډلو قومندانان د شخصي زندانانونو په لرلو تورن کړي خو دا لومړى ځل دى چې پخپله حکومت دولتي ځواکونه د شخصي زندانونودلرلوپه تورنیولی .

څېړنې ښيي چې شخصي زندانونه د هېواد په ډېرو ليرې پرتو سيمو کې سته دي او د خلکو ژونديي تريخ کړى دى.

څه موده مخکی هم د بشري حقونو د خپلواک کميسيون وياند احمد نادر نادري له بي بي سي سر په يوه مرکه کې ويلي ووچی په ځينو شمالي ولايتونو کې لا هم زورواکي له ولس نه باج اخلي , په ځينو ولايتونو کې د وگړو جايدانونه د زورورو په لاس کې  پاتې دي اوسميزواكمن ناقانونه شخصي زندانونه لری .

دبشری حقونودغه چارواکی ویلی ووچی دوی ته په شمال کی  لږترلږه ددووشخصی زندانونوخبرورکړل سوی چی دوی یی په پلټنه بوخت دی .

د هلمندپه نادعلی اوناوی ولسوالیوکی دشخصی زندانودلرلوپه توردچارواکونیول هغه څه دی چی په شخصي زندانونو کې د چارواکو لاس لرل څرگندوي .

ډیری کتونکی په دی باوردی چی پرزیاتوحکومتی چوکیواهل کسان نه دی ګمارل سوی او ډیری ولسوالان د پخوانيو ډلو غړي دي او دوى نشي کولى چې د وسله والو ډلو د مخنيوي لامل وگرځي .

په سویلی ولایتونوکی طالبان هم زندانونه لری اوویل کیږی چی دهلمندپه باغران اوبغنی کی طالبانولوی زندانونه جوړکړی چی ګڼ شمیرکسان پکښی اچول سوی دی .

د شخصي زندانونو شتون د ناقانونه وسله والو ډلو له شته والي سره تړاولري او دغه ډلې دی چی د خپلو گټو د ساتنې لپاره خلک وېروي.

ويل كيږی همدااوس په هیوادکی تردووزروزیاتی ناقونه وسلوالی ډلی فعالی دی چی زرګونه خپل سری وسلوال پکښی تنظیم دی .

دکتونکوپه باوردډایاګ دری کلنه پر وسه اوترهغه مخکی دډی ډی آرپروګرام ناکام  ثابت سوی .

هغه وسلې چې راټولې شوي دي هغه تاريخ تيري او زړې دي , د قومندانانو شخصي زيرمې لا هم شته دي او هغوي په منظمو جگړو کې لاس لري .

له يوي خوا دهيواد امنيتي حالت د طالبانو په وړاندې دجگړې له کبله  ډېر زيانونه گالي اوله بله پلوه ناقانونه وسله والې ډلې له دې حالت څخه ناوړه گټه پورته کوي او په گډوډ يوکې برخه اخلي .

حكومت دي چی له لویه سره یی تګلاره پرمصلحتونوولاړه ده په دی کی پاته راغلی چی دخلګوژوند تامین کړی اوبشری حقونه پلی کړی .

لویه نیوکه پرحکومت داده چی لایی په حکومتی چوکات کی اصلاحات نه دی راوستلی اواهلوکسانوته یی کارنه دی سپارلی .

دکارپوهانوپه باورکه حکومت کاراهل کارته ونه سپاری ، حکومتی چوکی تصفیه نه کړی اوداداری فسادمخه ونه نیسی نوترهغوپوری به امن رانه سی اوترهغه مهاله به حکومت یوازی ترمرکزپوری محدودپاته وی . 

Copyright Larawbar 2007-2024