کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ستمي امرالله صالح ولسمشرکرزي ته ماتې ورکړه

ستمي امرالله صالح ولسمشرکرزي ته ماتې ورکړه

ګرانولوستونکو!


په خاص ډول اوه ۷ کالـه د مخه د پښـــتون قام د غولولو، ځپلواو لا تباهي لپاره ښاغلی حامد کرزی په یو نا څاپی ډول له یوشمېرنورو دلسـتوڼي له مارانوسره یوځاې پرمظلوم افغان ولس را نازل کړل شول چي، دادی نږدې اوه کاله کیږي چي موږ او تاسو د خپل عمر یوه برخه د همدې ښاغلي کرزي په تمه تمه وخوړه، اووه کاله تېرشول خو د ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ په دې ټوله موده کي د پښتون قام د يتيمانو ، کونډيانو ، او دربدرۍ ګراف نه يوازي دا چي راټيټ نه شو بلکي ورځ تر بلي ورځي مخ په جګېدو دئ .


زموږ ددې ( خودکوش بېګانه پرست) ولسمشر د اتلولۍ یوڅو مثالونه درکړم:


۱ـ ولسمشر کرزی چي د افغانستان د غوڅ اکثريت پښتون قام په رايو ولسمشر شو ، د واکمنۍ په موده کي يې تر ټولو زيات زور زياتی له همدې قام سره چي ده ته يې رايه ورکړې وه پيل شو او له بده مرغه تر اوسه روان دی .


۲ـ کرزي بېشمېره فرمانونه صادر خو په عملي کېدو یې پخپله هم دا ښاغلی خبر نه دی .


۳ـ موږ خو د کرزي کومه بله توره ونه لیده بې له دې چي تېر کال یې  محمداصف ننګ بیګناه زنداني او بیا یې تېر کال د کاضمي په امر په ډېره بیړه مظلوم کوچیان له خپلو سیمو څخه وېستل سږ کال یې بیا د خپل مصلحتي  محقق په امر زموږ له حیا څخه ډکې باتورې پښــتنې کوچۍ خویندې له خپلو تنکیو ګولالیو ګلانو سره په سره ګرمي کې له خپلو سیمو څخه وشړل بله خو موږ د دې نارینه  کومه توره ونه لیده .


اوس نو راشئ د امرلله ناصالح اجراتو ته :


۱ـ ډېروړاندې مونه بیایم راشئ دسږ کال د غویي د میاشتې اتمـې نېټې لوبې ته چي څنګه یې د پښتنوپه ټټر کې مردکې درته خښې کړې فضل الــرحمن څمکــــنی یې شهید او داود ځاځی یې ژور ټپي کړ دا په داسي حال کې چي د دفاع وزیر رحیم وردګ او کرزی دا دواړه دهیواد مشرکسان ښه نږدې د توپک ترخولې ورغلی وو خو د امرالله صالح ترورستانوماشې ته ګوته ورنه وړه، که رښتیا دا طالبان وو،په نورو پښتني سیموکي خو یې ځانمرګي په دوو کارګرانو هم ځانونه وروغورځوي، بل دا چي څه شول هغه نورکابل ته داخل شوي څلوېښت ځانمرګي؟


۲ـ څو شپې لا تېرې نه وې چي یوه بله مسخره یې په ګذرګاه کې نندارې ته کېښوده چي ګواکې  طالبان د ښار خولې ته راغلي وو خو موږ د دوی مرکز په ګذرګاه کې دړې وړې کړ دا هم د ولس په سترګو کې خاورې اچول  وو او بس


۳ـ تېره ورځ چي څنکه د اریاناتلوېزیون دحقیقت پروګرام چلوونکي نصیر(فیاض )د ولس غږ پورته کړنوپه یوعادي تیلیـفون نه تنها، دفیاض خپرونه وځنډول شوه بلکې دی هم د زندان د توروتمبوشاته دامرالله ناصالح په امروېوړل شو


یادونــــــــه:


په پرلپسې ډول دا څو ورځې کیږي چي زموږ دولس لخوا د هیواد په ګڼ شمېر ولایتونو اوبهرکې د لاریونونواو غونډو په ترځ کې د ملی خاین پدرام نمک حرام د نیولواومحاکمې چیغې نارې وهلې کیږي خوزموږ تش په نامه ولسمشریې نه اوري دا واضح خبره ده چي د مجرم ساتونکی او مددګار هم مجرم ګڼل کیږي داهم باید زیاته کړم چي پدرام نمک حرام هم لکه دین محمد جرت په زغرده وایی چي:


مادرخانه خود درکابل هستم هیچ کس هم چیزی کرده نمیتواند


دا څومیاشتې کېږي چي کرزی نارې وهي چي هندي سریالونه دې بند کړل شي خوڅوک یې په خوله پیازهم نه خوري خو په مقابل کې یې امرالله ناصالح په یوعادي تیلیفون يو رښتینی هغه تلوېزیوني  پروګرام بندولای شي کوم چي زموږ د شهید ولس د اه او فریاد ممثیل دی


اوس نوتاسې پخپله قضاوت وکړئ چي کرزی د ستمي چمچمار امرالله ناصالح په وړاندې ونه بایلله؟