کور / راپور / مدني ټولني او محصلين د مشال خان په ياد کي غونډي او لاريونونه کوي

مدني ټولني او محصلين د مشال خان په ياد کي غونډي او لاريونونه کوي

په پېښور کي د مدني ټولنو غړيو، زده کونکو، محصلينو او ګڼو فعالانو د مشال خان په ياد غونډي او لاريونونه کوي.

مشال خان دوه کاله وړاندي د پېښور د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کي د ځينو سختدريځو محصلينو لخوا مذهب ته د سپکاوي په تور شهيد کړل سو.

د همدې پېښي څېړنو او تحقيقاتو ثابته کړه، چي پر مشال خان تړل سوی تور دروغ وو او هغه ديني ارزښتونو ته په باور لرلو متدين شخص وو.

د مشال خان پلار ستوريا خان وايي، چي د لاريونونو او غونډو څخه ئې موخه د محصل پر خپلو حقوقو باوري کول او هغوی ته د انصاف ورکول دي.

د مشال خان د وژلو په تور يو نفر ته د اعدام او پنځو نورو کسانو ته د عمري قيد سزا اورول سوې ده.