کور / راپور / اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په راتلونکې لويه جرګه کي د نه ګډون اعلان کړی دی

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په راتلونکې لويه جرګه کي د نه ګډون اعلان کړی دی

اجرائيه رياست وايي، چي په راتلونکې لويه جرګه کي ګډون نه کوي.

د اجرائيه رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي راروانه لويه جرګه د افغانستان روان کړکېچ ته مثبته نه تمامېږي نو په همدې اساس اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د هغه ټيم په دغه لويه جرګه کي ګډون نه کوي.

په اعلاميه کي ويل سوي، چي د لويي جرګې په هکله ددوی سره مشوره نه ده سوې.

له دې وړاندي ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند حنيف اتمر هم د راتلونکي لويي جرګې سره مخالفت څرګند کړی وو.

افغان دولت په پام کي لري چي په هيواد کي د سولي په تړاو د ملي اجماع لپاره په نژدې راتلونکې کي په کابل کي لويه جرګه دائره کړي، چي د هيواد د هري ټولني او هري برخي استازي به پکي ګډون ولري.