کور / #PTM / ميرامشاه جلسه: خلګ امن غواړي، ژوند غواړي او جنګ نه مني

ميرامشاه جلسه: خلګ امن غواړي، ژوند غواړي او جنګ نه مني

نن د جنوبي وزيرستان په مرکز ميرامشا کي د پښتون ژغورني غورځنګ يوه ستره جلسه جوړه کړې وه، چي په کي په لسګونو زرو کسانو ګډون کړی وو.

د غونډي موخه په قبائلي سيمو کي د پاکستاني پوځ لخوا د هدفي وژنو مخنيوی، دلته د ماينونو له منځه وړل او د لادرکه کسانو د مالوماتو غوښتني وې.

په غونډه کي د پي ټي ايم مشرانو پر دې ټينګار وکړ، چي هغه کسان بايد محاکمه سي چي بېګناه پښتانه ئې له کورنو بېولي ، چي ځيني لادرکه او نور وژل سوي دي.

د پي ټي ايم مخکښ مشر محسن داوړ وايي، د جلسې مقصد د هدفي وژنو پر ضد  او د تلپاتي سولي لپاره د ږغ پورته کول دي.

نوموړي وويل: “پاکستاني پوځ په عملیاتو خلک بې کوره کړل، په کیمپونو کي ئې استوګنې ته مجبوره کړل، خو اوس هم هدفي وژنې ختمې سوې نه دي، خلک له اپریشن وروسته هم په خپلو کورونو کي محفوظه نه دي. موږ د دې او نورو ستونزو خلاف په دې جلسه کي خپل غږ پورته کول غواړو.”

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مشر ندیم عسکر وايي، په دې جلسه کي هغه خلک ګډون کوي چي د سولي غوښتونکي دي.

نوموړي په خپله وينا کي وويل: “دا خلک وايي، موږ امن غواړو، ژوند غواړو، موږ جنګ نه منو، موږ ترهګري نه منو، موږ نه «ښه» او نه «بد» غواړو.”

ندیم عسکر وايي، له خلکو وسلې ټولې کړل سوي، اوس ئې کورونو ته خلک ننووځي او په هدفي وژنو کي ئې وژني، دوی د دې خلاف را پورته سوي دي.

 موږ جنګ نه منو، موږ ترهګري نه منو، موږ نه «ښه» او نه «بد» غواړو.

دا جلسه چي د ايپي فقير په ټاټوبي ميرامشاه کي جوړه سوې وه، په لسګونو زرو پښتنو پکي ګډون کړی وو.