کور / #PTM / سپېڅلی رهبر

سپېڅلی رهبر

دا هماغه وزیرستان دی، چې سامراجي پوځیانو له خاورو سره برابر کړ، بې شمېره واړه، زاړه او ځوانان یې له تېغه تېر کړل.

دا هماغه وزیرستان دی، چې پنجابي وحشي پوځ د خلکو حیا او عزت لوټ کړ، دا هماغه وزیرستان دی، چې پوځ او ترهګرو یې زوړور خلک ژوند ته نه پرېښودل، ترهګرو او پوځ دواړو پرې زړونه یخ کړل، د کاروبار ځایونه یې پنجاب وحشي سامراج پوځ ور ختم کړل، بازارونه وسوځېدل، ځوانانو پښو ته زولنې ور ولوېدې، دلته ژوند مرور و.

نن هماغه د ایپي فقیر ټاټوبي ولسونه راپاڅېدلي او منظوري ناره بدرګه کوي، پښتون ته ژوند غواړي، له امو تر اباسینه د پیوستون غږونه کېږي، پنجاب وېرې اخیستی دی، وېره یې بې ځایه نه ده، ځکه دلته کلونه پخوا ایپي فقیر پرنګی ځغلولی و، بیا یې د پنجابي استعمار پر ضد د ازادۍ سنګر تود ساتلی و.

نن د ایپي فقیر له مړیني نه نهه پنځوس کلونه اوړي، خو په سوځېدلي وزیرستان کې منظوري چیغې ( پښتون ژغورنې) ولسونه راپارولي او  سامراجي دښمن د خپلې ماتې حقیقت ته رسېدلی دی، دا ملت نه مري، له امو تر اباسینه د پیوستون چیغه په حقیقت بدلوي.

 دا سپېڅلی بغاوت او منظوري چیغه بدرګه کول مو له پنجابي اشغاله د خلاصون یواځینۍ لاره ده.

د وطن ملالو د پښتون ژغورنې ملا ورتړلې او په هره جلسه کې یې په خپل پیاوړي حضور یې  پنجابي ریاست وېرولی دی او د خپلو ورونو سره یو ځای یې  د پښتون ژغورنې  غورځنګ غښتلی کړی دی.

 وزیرستان مېړني ولسونه دې ویاړلي او سرلوړي وي، موږ خپلو هیلو ته نژدې شوي یوو او د سپېڅلي رهبر منظور پښتون  تر قیادت لاندې د لوی افغانستان حقیقت ته رسېدونکي یوو.

مجید ژړاند د لوی افغانستان تحریک د سیمه ییزو اړیکو مسوول