کور / اقتصادي / ماليې وزارت: د تورخم ګمرک مديريت به ۲۴ ساعته پرانستی وي

ماليې وزارت: د تورخم ګمرک مديريت به ۲۴ ساعته پرانستی وي

د ماليې وزارت وايي، چي ملي سوداګرو ته د لا اسانتیاوو برابرولو په موخه د تورخم ګمرک مدیریت به ۲۴ ساعته فعاله وي

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي احمد رشاد پوپل، تېره ورځ د وري میاشتې په ۲۵مه نېټه د تورخم ګمرک له مدیریت څخه د ليدني پر مهال وويل، چي د لا ښه اسانتيا په خاطر  به د تورخم د ګمرک مديريت  ۲۴ ساعته فعال ساتي.

په دې لیدنه کي د ګمرکونو لوی رئیس د تورخم ګمرک له کارکوونکو سره ولیدل او له هغوی سره یې د ملي عوایدو په راټولو کي د ګمرکونو په ورل او د عوایدو پلان د پلي کیدو په اړه یې دوی ته معلومات ورکړل او د شفافیت په رامنځته کولو او د ګمرکي اصلاحاتو په پلي کیدو یې ټینګار وکړ.

ښاغلي پوپل له فساد سره مبارزه، ملي سوداګرو او خصوصي سکټور ته د لا اسانتیاوو برابرولو او د شفافیت رامنځته کولو لپاره وویل چي ګمرکونه به په عصري ټکنالوژۍ سمبال کړي.

په پای کي د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس هدایت ورکړل چي د ملي سوداګرو لپاره د لا اسانتیاو برابرولو موخه دي د تورخم ګمرک مدیریت  د سې شبنې له ورځې (د وري میاشتې له ۲۷ مې نېټې) وروسته ۲۴ ساعته فعالیت وکړي

د یادونې وړ ده چي ملي سوداګر او خصوصي سکټور کولی سي له یادې نېټې څخه وروسته پرتله  له دمې ۲۴ ساعته د دې ګمرک له اسانتیاو او خدمتونو څخه برخمن سي.