کور / سياسي / سوله او د افغان مېرمنو اندېښنې

سوله او د افغان مېرمنو اندېښنې

ليکنه: مطيع الله سحر

هر انسان هیله او ارمان یې دا وي چې ازاد  او بې له وېرې او تاوترېخوالي ژوند وکړي.  خو دا چې څه ډول داسې ارامه او سوکاله ژوند د ځان لپاره جوړ کړي څه ته اړتیا لري او څه باید تر سره شي؟ د داسې ژوند د زمینې لپاره تر تولو مهمه سوله ده او تر بل هر څه باید  د سولې په راوستلو زیات تاکید وشي، او تر بل هر وخت دا ځل افغانان زیات سولې ته لېواله دي او په دې باوري هم دي چې سوله به راځي هغه هم داسې سوله چې په هغه کې د هر انسان او هر افغان خېر او عزت نغښتی وي. او افغانان له یو بل سره د ورونو په شان دي، او  کله چې په کومه ټولنه کې ورورګلوي او انسانیت وي هغه ټولنه په ارامه وي.

د حکومت او ولسمشر غني د هڅو له برکته تر بل هر وخت دا ځل په سوله کې زیات پرمختګونه شوي دي، طالب مشرانو هم سولې ته غاړه ايښې ده او دا یې منلې چې له افغانانو سره تل پاتې او باعزته سوله وشي. د سولې  راتلو ته ټول افغان ولس لېواله دی، خو د افغان مېرمنو په ګډون یو شمېر خلک یو څه وېره او اندېښنه لري. دوی وايي که چېرته سوله راشي یو ځل بیا خدای نه خواسته هغه د تېر په څېر کارونه تر سره نه شي. د ښځو په زده کړو، کار او فعالیت بندیزونه وضع نشي. د دوی حقونه ونه مروړل شي هغه حقونه چې اسلام او د افغانستان اساسي قانون ورته ورکړي دي.

ولسمشر غني د بېلابېلو اقشارو استازو سره د مشورتي ناستو پرمهال هغوی ته ډاډ ورکړی چې سوله به د داسې معاملې په اساس ونه مني چې د چا حق په کې تلف شي، مګر دوی په دې اړه له طالبانو هم وضاحت غواړي او د دوی حق جوړېږي چې طالبان هم ورته ډاډ روکړي او هم باید په دې منځ کې نړیوال تضمین موجود وي.

افغانان له تېرو څو لسیزو راهیسې سولې ته تږي دي او ښاغلي غني د هیوادوالو دغې غوښتنې ته د رسېدو لپاره عملي هڅې پیل کړي او که خدای کول ډېر ژر به نتیجه هم ورکړي. ولسمشر د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکی دی. داسې سوله چې د هر افغان حق په کې خوندي وي. نه دا چې نارینه و ته خپل حق ورکړل شي او مېرمنې پر ځای پاتې شي او د حق غوښتنه  یې ونشي.

که مونږه چېرته داسې سوله غوښتلی څو کاله مخکې به مو هیواد ته سوله راغلې وه. خو داسې سوله مو په کار نده او نه یې هم غواړو، ځکه د دغه ډول سولې تر شا یو بل ناورین وي. افغانان د نورو ناورینو زغم نه لري.

اوس مهال مو په هیواد کې ترهګري، مخدره توکي، سیمه ییز استخبارات، نړیوال استخبارات، ژبني، قومي، تنظیمي او مذهبي اختلافات، سلیقوي برخوردونه او دې ته ورته ګڼ شمېر نور نومونه هم شته چې دجګړو بنسټونه دي، او دا باید له مینځه لاړ شي، ځکه چې د سولې مخه یې ډب کړې ده. او ښاغلی غني هم غواړي چې د سولې لپاره واحد لیدلوری او دریځ رامنځته کړي او ټول افغانان په وحدت او قوت د سولې مذاکراتو ته ور وړاندې شي