کور / سياسي / د ولسي همکاري اړتیا

د ولسي همکاري اړتیا

ليکنه: محمد بشير يوسفزی

په تېرو څلور نیمو کالو کې د فساد پر ضد جدي مبارزې په پایله کې د جنرالان، وزیرانو، معینانو او نورو لوړپوړ چارواکو په کچه دولتي مقامات په فساد کې د ښکېلتیا له امله زندانونو ته تللي او لا هم د خپلو کړنو سزا ګالي.

ولسمشر غني په دې برخه کې ځکه جدي دی چې فساد په نړیواله کچه افغانستان ته لویه بدنامي وراړولې او د ادارو او خدماتو موثریت یې له منځه وړی. دولتي ادارې د ځینو خلکولپاره د عایداتو په شخصي سرچینو بدلې شوې وې چې تر دې مهاله په دې برخه کې ډېر پرمختګونه شوي، مګر لا هم ډېر کار او مبارزې ته اړتیا ده.

تر هغو چې ولس د فساد د مخنیوي په برخه کې همکاري ونه کړي او د مفسدینو په ضد له حکومت سره ونه درېږي، نوپه یوازې ځان د حکومت هڅې او اقدامات به هغومره موثر نه وي څومره یې چې خلک توقع لري.

د تدارکاتو کمیسیون چې ولسمشر غني یې مشري کوي د وزارتونو لوی قراردادونه له غلا او فساد څخه پاک شوي او له دې لارې څخه په میلیاردونو سمپول شوې پیسې د شهیدانو او قربانیانو کورنیو سره په مرستو، په محرومو ولایتونو کې د ټولګټو پروژو په پلي کولو او نورو خیریه چارو لګول کېږي.  

حکومت د فساد ضد مبارزه له کابل بانک څخه چې د ولسمشر کرزي په وخت کې یې د خلکو شتمنۍ غلا او لوټ کړې پیل کړه او په دغه فساد کې له ښکېلو کسانو څخه یې ۴۰۰ میلیون ډالر بېرته ترلاسه کړي او پاتې پوروړي که پر ټاکلي وخت د کابل بانک پورونه ورنه کړي، نو جایدادونه او شتمنۍ به یې د کابل بانک پورونو کې معامله شي. 

د اداري فساد په ضد مبارزې له امله دولتې ادارې اصلاح شوي، ادارې د ځوانېدو او مسلکي کېدو لورته نږدې شوي. هر وزارت او دولتي اداره په دقیقه توګه خپلې شته ستونزې، ظرفیتونه، امکانات، وړتیاوې او اړتیاوې ارزوي او تر څنګ یې د ښه والي لپاره مناسبې لارې او بدیلونه وړاندیز کوي. د دولتي کارکوونکو د معاشونو تر منځ پخوانۍ ناانډولي او تفاوت له منځه تللی دی.

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې لوړې شوي، تمویل او تجهیز ته یې پاملرنه شوې، امنیتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته تللي. د دښمن پر وړاندې د دوی روحیه او مورال لوړ شوی. د هیواد په راتلونکي د خلکو باورمندي زیاته شوې. ډېرو تاجرانو او پانګوالو خپلې پانګې هیواد ته را انتقال کړي. د پانګونې پروسیجر شفاف او اسانه شوی دی. زموږ مېړنیو ملي ځواکونو د خپلو بې درېغه اتلولیو او سرښندنو له برکته نړیوالواو خپلو هېوادوالو ته دا ثابته کړې چې د خپل هېواد او خلکو دفاع کولی شي.

همدارنګه په غاصبینو، غیر مسوولو وسله والو ډلو او ګروپونو، مافیا، انسان تښتونکو او نورو هغو کسانو څخه چې غیر قانوني کړنې ترسره کوي کړۍ را تنګه شوې او ورځ تر بلې پرې راتنګېږي، تر هغو چې قانون ته غاړه کېږدي او د خلکو له ځورولو لاس واخلي، مګر په دې برخه کې د ولس همکاري نهایت حتمي او ضروري ده