کور / راپور / د کندهار امنيه قومندان: په معروف ولسوالۍ کي ۶۵ وسلوالو ته مرګژوبله اوښتې ده

د کندهار امنيه قومندان: په معروف ولسوالۍ کي ۶۵ وسلوالو ته مرګژوبله اوښتې ده

د کندهار امنيه قومندان تادين خان وايي، چي د معروف ولسوالۍ د یوسف نیکه په سیمه کي د نښتو او هوايي بریدونه پرمهال تر ۳۰ زیات وسله وال طالبان وژل سوي دي.

د تادين خان په خبره، په دغه بريدونو کي ۳۷ وسلوال وژل سوي او ۲۸ نور ژوبل دي.

نوموړی زياتوي، چي وسلوالو پلان درلود چي د معروف ولسوالۍ سقوط کړي، خو د امنيتي ځواکونو د بريدونو سره ددوی پلان شنډ سو.

تادين خان  زیاتوي، چي وژل سوي او زخمي وسله وال د ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ‌‌‌‌‌‌ کرښي ها غاړي ته وړل  سوي دي. او هلته د زخمیانو درملنه روانه ده.

طالبانو د معروف ولسوالۍ د يوسف نيکه د پوستې د نيولو ادعا کړې ده.