کور / #PTM / ميرانشاه جلسه: پاکستاني پوځ د معدنونو د لاسته راوړلو لپاره د پښتنو سيمو ته جګړه راوړل

ميرانشاه جلسه: پاکستاني پوځ د معدنونو د لاسته راوړلو لپاره د پښتنو سيمو ته جګړه راوړل

د پښتون ژغورني غورځنګ  تېره ورځ د جنوبي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کي يوه ستره جلسه جوړه کړې وه، چي پکي په لسګونو زرو کسانو ګډون کړی وو.

په دغه جلسه کي د پي ټي ايم مشرانو  لکه منظور پښتین، ثنا اعجاز، علي وزیر، محسن داوړ، او د سیمې مشرانو ویناوي وکړې او پر پاکستاني ریاست ئې غږ وکړ چې د وزیرستان او نورو قبایلي سیمو ته دي نا امني نه راوړي.

جلسې ته په راغلو کسانو کي ډېری هغه مېرمني او ماشومان هم شامل وه چي د کورنۍ غړي ئې د پاکستاني پوځ لخوا لادرکه سوي او يا هم وژل سوي دي.

 که څه هم د پاکستان پر رسنیو د دغې سترې جلسې په اړه زیات رپوټونه ورنه کړل سول، خو پر سوشل میډیا باندې د زیاترو فعالانو لخوا وستایل سوه اودا  یوه تاریخي جلسه وگڼل سوه.

په ميرانشاه کي د پي ټي ايم لخوا جوړي سوي غونډي ته په زرګونو پښتانه راغلي وه

د غورځنگ د مشرانو غوښتنې څه وې؟

په میرانشاه کي د اتوار/یکشنبې جلسې کي چي په ځایي وخت مازدیگر پای ته ورسیده، په عمومي توگه  غوښتنه وسوه چي په وزیرستان کي دي د ټارگیټ کلینگ ( هدفي وژنو) او چاودنو مخنیوي وسي.

د جلسې برخه والو د پاکستاني پوځ لخوا د ضرب غضب پر عملیاتو هم نیوکي وکړې او زیاته ئې کړه چي که څه هم دا عملیات اوس ختم سوي، خو پوځیان لا هم د خلکو په کورونو کي میشت دي.

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر، منظور پښتین، پخپلې وینا کې د سیمې د وسایلو په اړه خبرې وکړې او د ضرب غضب پوځي عملیاتو ته په اشارې سره یې وویل چي هغه عملیات، د دهشتگردۍ پر خلاف جنگ نه و بلکي په قبایلي سیمو کي د وسایلو د قبضه کولو لپاره جنگ وو.

ښاغلي پښتین وویل چي پوځ په مومندو کي کرومایټ، په وزیرستان کي سره زر، او په خیبر کې د افغانستان سره د لویي تجارتي لاري قبضه کول غواړي.

د پي ټي اېم یو سرلاري، او د پاکستان د قامي اسمبلې غړي، محسن داوړ وویل، چي په نننۍ غونډه کي د شمالي وزیرستان خلک، د توندلاري توب، ویرانۍ، نیابتي جگړو، او د ریاست لخوا د ټکوونکو اعمالو په وړاندې یو موټي سول.

محسن داوړ د پاکستان د وزیراعظم یوې وروستۍ وینا ته په اشارې سره وویل: “اوس خو عمران خان هم ومنله چې دا دهشتگرد دوی جوړ کړي دي. دا دې بوزي خپل لاهور ته، یا چا چي چیرته جوړ کړي، جي اېچ کیو ته دې بوزي، زموږ له وزیرستانه دې وباسي.”

په ميرانشاه کي د پي ټي ايم لخوا جوړه سوې غونډه

ښاغلي داوړ د افغانستان د سولې د مذاکراتو په هکله هم خبرې وکړې او ټینگار یې وکړ چې افغانان دې د خپلې خوښې فیصلې ته پرېښودل سي.

 هغه زیاته کړه: “موږ دا وایو چي دا مذاکرات دي د افغانستان د ولس په خوښه وسي. چې د هغوی څه خوښه وي، هرقسم فیصله چي کوي، په کار ده چي هماغه عملي سي. په دې کې نه د امریکې څه اختیار سته، نه د پاکستان او نه د آی اېس آی او نه د نورو قوتونو.”

فعالان وايي، چي دا په ميرانشاه کي د پي ټي ايم لخوا جوړه سوې ترټولوستره جلسه وه او له همدې جلسې څخه په الهام اخيستلو کېدای سي دا تحريک نور هم پياوړی سي.