کور / شعر / عالم زيب ته ډالۍ

عالم زيب ته ډالۍ

عالمزېب خان مسيد

غزل
عالم زیب ته ډالۍعالمزېب خان مسيد
د بې وزلو ترجمان دی عالم زېب
دردېدلو ته درمان دی عالم زېب

هغه مندي چي یې ورک دي خپل زامن
پر هغو مندو ډېر ګران دی عالم زېب

په ژوندون چي وي په وروڼو باندي وراري
د هغو خوندو ورور جان دی عالم زېب

ستا کتاب کي غټ مجرم هغه په دې دی
په رښتیا ويل ګویان دی عالم زېب

نه ډاریږي لتا توره! خبر اوسه
نر افغان دی نر افغان دی عالم زېب

زموږ ږغ دی زموږ د خوارو ممبرونو
مسيحا دی زموږ ځان دی عالم زېب

پلار وېل زه به یې په دې فخر کوم
پر حق ږغ مي بنديوان دی عالم زېب

ستا د تورو تمبو شاته سپين ځليږي
نازولی دی جانان دی عالم زېب

پښتانه به يې له زړونو قدر کاندي
قدردان دی قهرمان دی عالم زېب

نه کاکړه! تش یوازي پر تا نه دی
پر منظور پښتون هم ګران دی عالم زېب

فتح محمد کاکړ