کور / سپورټي / زابل کې پسرلنۍ سیالۍ پیل سوې.

زابل کې پسرلنۍ سیالۍ پیل سوې.

زابل کې د ۱۲ کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل سوې.
نن یکشنبه د حمل ۲۵ نېټه زابل کې د کرکټ امریت تر رهبري لاندي د کرکټ منتخیي کمېټې په څارلو د کرکټ لوبډلو په مالي لګښت د کرکټ ۲۰ اوریزي سیالۍ   د سولي تر عنوان لاندي پیل سوې.
دغه سیالۍ به د ۱۲ لوبډلو ترمنځ په ۴ ډلو( ګروپونو) کې تر سره چې له هري ډلي( ګروپ) څخه به ۱ لوبډله د دوو سیالو په ګټلو سره بل پړاو ته لار مومي.
سیالۍ ۲۰ اوریزي دي د مرکز قلات ترڅنګ به پکښې د شاجوی او شهرصفا ولسوالی لوبډلي هم ولوبیږي او ۱۷ ورځي وخت به په بر کې ونیسي.
سیالۍ به په مرکز قلات کې د همرا کرکټ لوبغالي باندي د ماسپښین لخوا تر سره کیږي چې د کرکټ ټولو اصولو ته په پام کې نیولو سره به د روزل سویو لوبڅارانو او منډي شمېرونکو له لوري څارل او پر مخ وړل کیږي.
هېره دي نه وي د هیواد د ملي لوبډلي د وروستيو لاسته راوړنو په هیواد کې ډېری ځوانان کرکټ او د کرکټ لوبو ته هڅولي دي.
خبریال :هارون لیوال