کور / راپور / بشري حقوق: په پاکستان کي د جبري نکاح لپاره انجوني خپل دين پرېښودلو ته اړ ايستل کېږي

بشري حقوق: په پاکستان کي د جبري نکاح لپاره انجوني خپل دين پرېښودلو ته اړ ايستل کېږي

د بشري حقوقو د څار سازمان وايي، چي په پاکستان کي د هندوانو او عيسويانو په زور مسلمانولو پېښي خورا زياتي سوي دي ، چي په دې سره په دغه هيواد کي د لږکيو ژوند ته جدي ګواښونه پېښ سوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو سازمان په خپل تازه راپور کي ويلي، چي په دغه هيواد کي يواځي په تېر کال کي ۱۰۰۰ داسي پېښي ثبت سوي چي هندو مذهبه او عيسويان په زوره د خپل دين پرېښودلو ته اړ ايستل سوي دي.

په راپورکي ويل سوي چي په دغه پېښو کي ډېری ښځي دې ته اړ ايستل سوي چي خپل دين پرېږدي او د جبري نکاح لپاره پر هغوی فشار راوړل سوی دی او آن د مرګ ګواښونه ورته سوي دي.

راپور وایي مذهبي اقلیتونه په ٢٠١٨ کي په پاکستان کي د خپلو عقایدو په وجه په پرله پسې توګه د زورونې، بندي کیدو او حتی د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.”

د بشري حقونو سازمان پر اړوندو ادارو ږغ کوي چي د مذهبي اقليتونو حقوقو ته پاملرنه وکړي.